سه شنبه, ۲۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د مسلمانانو حکام به د فلسطین ستونزه حل نه کړی!
بسم الله الرحمن الرحيم
د مسلمانانو حکام به د فلسطین ستونزه حل نه کړی!

خبر:

د مارچ په ۶مه IA Zakon.kz ویبپاڼې راپور ورکړ: «د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین - اسرایلو شخړې په اړه د هیواد دریځ تایید کړ. د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مرستیال مراد نورتلو د فلسطین د وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په بیړنۍ غونډه کې برخه واخیسته.

ښاغلي نورتلو په خپلو خبرو کې د غزې په تړانګه کې د اوږدمهاله بشري ناورین په اړه ژوره اندیښنه وښودهه او ویې ویل چې د دغه کړکیچ یوازنۍ حللاره د دښمنۍ ختمیدل دي. په ورته وخت کې، مراد نورتلو  د قزاقستان نه بدلیدونکی دریځ تایید کړ، چې د دغې ستونزې یوازینۍ حللاره د ۱۹۶۷ کال په پولو کې د فلسطین دولت جوړول دي؛ "د دوو ملتونو لپاره د دوو دولتونو" حللاره چې د ملګرو ملتونو لخوا تصویب شوې».

تبصره:

«د دوو ملتونو لپاره د دوو دولتونو» پروژه غربي پروژه ده؛ لکه د اسلامي همکاریو سازمان پروژه چې په ۱۹۶۹ کې تاسیس شوی او مرکزي دفتر یې د سعودي په جده کې دی. دا سازمان یې له تاسیس راهیسې د غربي استعمارګرو په ګټه کار کوي او په خپلو تولو کنفرانسونو کې یې د فلسطین د مسلې په اړه حللارې په هغه چارچوکاټ کې وړاندې کوي چې غرب رسم کړی.

هر ځل چې د فلسطین مسلمانان د صهیونیستي رژیم پر وړاندې راپاڅېدلي، فاسد ظالم حکام میدان ته رادانګي او ځانونه د فلسطین د مسلمانانو خواخوږي ښيي؛ د کنفرانسونو په جوړولو پیل کوي، د امت زړور بچیان د جګړې له میدانه د جوړجاړي او مصلحت حللارو او د مجاهدینو، بې ګناه ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو وینې هیرولو ته راګرځوي. زموږ د خاورو دغه ګوډاګي حکام د خپلو بادارانو –استعمارګرو کفارو- پر ځای خبرې کوي؛ د رب العالمین د احکامو پرځای د هغوی حکمونه پلي کوي او د اسلام او مسلمانانو له ګټو او مصالحو سره خیانت کوي!

د فلسطین ستونزې لپاره د دوو دولتونو جوړولو له لارې هېڅ سوله‌ایزه حللاره نشته! یوازنۍ سمه حللاره چې دا ستونزه حلوي او د جنایتکار صهیونیستي دولت ریښې باسي، د حزب التحریر پروژه ده چې د دویم راشده خلافت په تاسیس کې وړاندې شوې. یوازې دا پروژه ده چې ټول فلسطین ازادوي، ټول مقدس ځایونه یې د یهودو له چټلۍ پاکوي، بېځایه شوي خپلو کورونو ته راستنوي او امنیت او ارامي ډاډمنوي.

الله سبحانه وتعالی فرمایلي:

«وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ» [نور:۵۵]

ژباړه: «الله په تاسو کې  هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی او نیک عملونه يې کړي، وعده ورکوي چې به حتما (د مخکنیو د حکومت وارثین) په ځمکه کې ګرځوي (ترڅو هغه ځمکه د ظالمانو د ظلم وروسته په خپل عدل سره اباده کړي) لکه مخکني (مومنان) يې د له هغوی څخه مخکې (طاغوتو) ځای ناستې کړل (حکومت او قدرت یې ورکړ). دغه راز د هغو لپاره به هغه دین (اسلام) پر محکمو بنسټونو ودروي چې الله تعالی ورته خوښ کړی دی او د ویرې (اوسنی) حالت به په امن ورته بدل کړي. هغوی دې زما بندګي کوي او له ما سره دې څوک شریک نه نیسي. او څوک چي له دې وروسته کفر غوره کړي، نو دوی فاسقان دي.»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

الدر خمزین

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

۱۴۴۵هـ.ق کال، د رمضان ۱۴مه

۲۰۲۴م کال، د مارچ ۲۴مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې