Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     16 ربیع الاول 1448

میلادی نېټه :     دوشنبه, 17 آګست 2026 م

شمیره:      ۰۲۹/ ۱۴۴۸

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
ښارګوټي‌مېشتي خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي؛ خو حکام د خپلې کمزورۍ او بې‌پروایۍ له امله چوپ پاتې دي!

(ژباړه)

له یوې اونۍ ډېر وخت وشو، چې ښارګوټي‌مېشتو د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په «قُصره» ښارګوټي کې د فلسطینیانو د کورونو محاصرې ته دوام ورکړی؛ هغه کورونه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۵ کسان پکې ژوند کوي. د دوی موخه دا ده چې دغه کورنۍ په زور له خپلو ځمکو ایستلو ته اړې کړي، ترڅو ځمکې یې غصب کړي.

هغوی پر اوسېدونکو اوبه او برېښنا پرې کړې او د هر ډول تګ راتګ مخه یې نیولې ده. همداراز یې شتمنیو ته زیان رسولی، پر کورونو یې ډبرې ویشتلې او اوسېدونکو ته یې سپکاوی او کنځلې کړې دي. دغه ټولې کړنې د اشغالګر پوځ په ملاتړ او همکارۍ ترسره کېږي.

سره له دې چې دغه کورونه د اوسلو د تړونونو له مخې په «ب» سیمه کې موقعیت لري او له اداري پلوه د فلسطین د خپلمنځي ادارې تر واک لاندې دي، خو د ښارګوټي‌مېشتو حضور د دې لامل شوی چې دغه کورونه د قُصره ښارګوټي له نورو برخو بېل او محاصره شي.

په لوېدیځه غاړه کې د ښارګوټو د جوړولو بهیر د ۲۰۲۵م او ۲۰۲۶م کلونو په ترڅ کې د پام وړ چټک شوی دی؛ په داسې ډول چې په زرګونو دونم ځمکه (چې هر دونم زر متره مربع کېږي) غصب شوې او د دغو ځمکو خاوندان د زرګونو استوګنیزو واحدونو د جوړولو او د لسګونو نورو ښارګوټو د پراختیا لپاره له خپلو سیمو بې‌ځایه کړل شوي دي. یاد ښارګوټي د لوېدیځې غاړې په بېلابېلو سیمو کې د ښارګوټي‌مېشتو له لوري جوړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو یوه مسوول راپور ورکړی چې یوازې په ۲۰۲۶م کال کې شاوخوا ۳۸۰۰ فلسطینیان، چې نږدې نیمایي یې ماشومان دي، د ښارګوټي‌مېشتو د تاوتریخوالي، د کورونو د ویجاړولو او د اجباري ایستلو د عملیاتو له امله بې‌کوره شوي دي.

دغه راز، د یهودي رژیم د افراطي ښي‌اړخي حکومت د مالیې وزیر «بزالل اسموتریچ» تېره چهارشنبه په لوېدیځه غاړه کې په دریو یهودي ښارګوټو کې د څه باندې دوه زره نویو کورونو د پراختیا خبر ورکړ.

په جنین کې هم په دې وروستیو کې ۲۷ فلسطیني ودانۍ د دې لپاره ویجاړې شوې دي، چې په دغه سیمه کې د ښارګوټو جوړول بېرته پیل شي.

ښارګوټي‌مېشتو له ۲۱ کلونو وروسته، له هغه راهیسې چې «غانیم» ښارګوټی په ۲۰۰۵م کال کې د یهودي رژیم د یو اړخیز شاتګ د پلان له مخې تخلیه شوی و، دغه ښارګوټی بېرته جوړ کړی دی.

اشغالګرو د ښارګوټي‌مېشتو او د هغوی د مشرانو، چې د جګړې او مخابراتو وزیران او د کنست غړي هم پکې شامل وو، د امنیت د تامین لپاره، چې د دغه ښارګوټي په بیا جوړولو کې یې برخه اخیستې وه، دغه ښارګوټي ته غځېدلی اصلي سړک او فرعي لارې تړلې دي.

دغه اقدام د جنین ولایت نقشه له سره بدلوي او پر ځمکه نوي واقعیتونه تپي، چې د دغه ولایت جغرافیوي پیوستون له منځه وړي، سیمه په یو ډول پر پوځي کمپ بدلوي، بریدونه او نښتې زیاتوي او د فلسطیني ښارونو او کلیو ترمنځ جغرافیوي اړیکې له ګواښ سره مخ کوي.

دغه ټولې کړنې د اشغالګر پوځ په مرسته ترسره کېږي؛ هغه پوځ چې ښارګوټي‌مېشتو ته اجازه ورکوي، پرته له کومې پوښتنې او ګروېږنې، په ټوله لوېدیځه غاړه کې ځمکې او سرچینې غصب کړي؛ ان په هغو سیمو کې چې فلسطینیان د یهودي رژیم له خوا صادر شوي د ملکیت اسناد هم په لاس کې لري.

ښارګوټي‌مېشتو د نتانیاهو په مشرۍ د افراطي حکومت له امله لا ډېر جرات پیدا کړی دی؛ هغه حکومت چې په لوېدیځه غاړه کې د ښارګوټو چټکې پراختیا ته یې لاره هواره کړې او په ورته وخت کې یې د فلسطینیانو پر وړاندې بریدونه او پوځي اقدامات، لکه د پوځي اډو جوړول، د لارو تړل او د کروندګرو د تګ راتګ محدودول، زیات کړي دي.

د ملګرو ملتونو یوه مسوول ویلي چې د ښارګوټي‌مېشتو تاوتریخوالی بې‌سارې کچې ته رسېدلی دی. دغه راز، د دېوال او ښارګوټو جوړولو پر وړاندې د مقاومت د پلاوي رئیس اعلان کړی چې اشغالګرو ځواکونو او ښارګوټي‌مېشتو د تېرې جولای میاشتې په ترڅ کې د فلسطینیانو، د هغوی د ځمکو او شتمنیو پر وړاندې شاوخوا ۲۲۵۶ بریدونه ترسره کړي دي.

د دوی بریدونه یوازې د روان کال له پیل راهیسې د نږدې ۲۰ فلسطینیانو د وژل کېدو لامل شوي، چې تر ټولو کشر یې یو ۱۳ کلن ماشوم و. سربېره پر دې، په زرګونو ملکیان په اجباري توګه په لوېدیځه غاړه کې له خپلو کورونو او استوګنځایونو بې‌ځایه شوي، چې نږدې نیمایي یې ماشومان دي.

دغه راز، د یهودي رژیم د جګړې وزیر «یسرائیل کاتس» د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې په لوېدیځه غاړه کې په ښارګوټو کې د قانون د پلي کولو صلاحیتونه هغه پولیسو ته سپاري چې د «ملي امنیت» په نوم د افراطي ښي‌اړخي بن‌ګویر تر واک لاندې وزارت پورې اړه لري؛ هغه اقدام چې د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو او په عملي توګه د لوېدیځې غاړې د یو ځای کېدو د پیل په مانا بلل شوی دی.

د پخوا په څېر، د فلسطین د خپلمنځي ادارې فعالیت په خپل غوره حالت کې یوازې تر غندلو، د نړیوال ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره د نړیوال نظام او زبرځواکونو د مداخلې تر غوښتلو او نړیوالو حقوقي او قضایي ادارو ته د وړاندې کولو لپاره د سرغړونو تر ثبتولو محدودېږي.

څومره چې د سپېڅلې خاورې او د هغې د خلکو په مرسته کې د حکامو او پوځونو سستي او کمزوري زیاتېږي، په هماغه اندازه د غاصب یهودي رژیم غرور او سرکشي هم زیاتېږي. څومره چې د خپلمنځي ادارې مزدوري او فساد زیاتېږي، د ښارګوټي‌مېشتو دروغجن جرأت به هم دوام مومي؛ ځکه هغوی پوهېږي چې پرته له بې‌دفاع خلکو، چې یوازې له عزت او کرامت څخه برخمن دي، بل څوک د دوی پر وړاندې نه درېږي.

اې د پوځونو افسرانو او سرتېرو!

تر کله به ستاسې حال همداسې وي؛ سکوت، بې‌پروایي او سستي؟! د دین او د هغه د پیروانو نصرت او له مظلوم څخه دفاع پر ټولو فرض دي. په دغه مسوولیت کې بې‌غوري یوازې یوه ساده لټي نه ده، بلکې ستاسې په حق کې د «استبدال» د سنت د پرځای کېدو لامل کېدلی شي.

نو د هغو حکامو د لرې کولو لپاره اقدام وکړئ چې په ځمکه کې د الله سبحانه وتعالی د حکم د پلي کېدو پر وړاندې خنډ شوي دي؛ ترڅو له هغو کسانو څخه نه شئ چې دغه ایت کریمه پرې صدق کوي او دنیا او آخرت وبایلي:

﴿وَإِنْ تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ﴾ [محمد: ۳۸]

ژباړه: او که تاسې د الله له امر څخه مخ واړوئ، نو هغه به ستاسې پر ځای بل قوم راولي؛ بیا به هغوی ستاسې په څېر نه وي

.

د حزب‌التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۸ هـ.ق کال، د ربیع الاول ۴مه

۲۰۲۶م کال، د اګست ۱۷مه

د صدور ګڼه: ۰۲۹/ ۱۴۴۸

ژباړن: اسرار تکل

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.