
هجری قمری نېټه : 13 جمادی الثانی 1447
میلادی نېټه : شنبه, 22 نومبر 2025 م
مطبوعاتی دفتر
(ژباړه)
د زندانیانو د چارو د څار فلسطیني بنسټونو، په ځانګړي ډول «نادي الأسیر»، اعلان وکړ، چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې د اشغالګرو ځواکونو له لوري تر ۱۶۳۰ زیات ماشومان د بیتالمقدس په ګډون له لویديځې غاړې او لسګونه نور له غزې څخه نیول شوي او بنديان شوي دي. دوی څرګنده کړې چې په «مجدو» زندان کې یو ماشوم د لوږې، د محرومیت پالیسیو او ناوړه چلند په سبب شهید شوی دی. اوس هم د اشغالګرو په زندانونو کې د دوو نجونو په ګډون ۳۵۰ ماشومان په داسې سختو شرایطو کې ساتل کېږي، چې د ماشومانو د ساتنې له ټولو نړیوالو معیارونو سره په څرګند تضاد کې دي. دغه ماشومان له شکنجې، لوږې، روغتیايي بېپروایۍ او ان له جنسي تېري سره مخ دي. سربېره پردې؛ ډلهیز بند، د کورنۍ له ملاقات څخه محرومیت او له ټولو انساني حقونو څخه د بېبرخې کېدو کړاوونه زغمي.
یهودي غاصب رژیم له لسیزو راهیسې په منظمه توګه د ماشومو زندانیانو پر وړاندې فزیکي او روحي شکنجې پلې کوي؛ دا ماشومان تل د ډېرو جنایتونو تر ټولو لویې کچې په نښتو کې پاتې شوي دي. له وژل کېدو او ټپي کېدو نیولې بیا له زدهکړو څخه محرومولو او هغو نیونو پورې چې لسګونه زره ماشومان یې قرباني شوي؛ هغه که د چاپو پر مهال وي، که د مخامخ کېدو پر مهال، که په تلاشیو، لارو او سړکونو او ان د ښوونځیو دننه. هغوی څو څو ځله د غزې ماشومان په پوځي عملیاتو کې د انساني ډال په توګه کارولي دي.
د اشغالګرو په زندانونو کې د تحقیقاتو پړاو د ماشومانو لپاره له ټولو بېرحمانه پړاوونو څخه دی؛ ځکه موخه یې د هغوی وېرول، د ارادې ماتول او له ماشوم څخه اعتراف اخیستل دي. ماشومان په تړلو خونو کې په ساعتونو ساعتونو له والدینو او وکیل پرته پوښتنو ته کېنول کېږي؛ له خوب او استراحت څخه محرومېږي؛ تر پرلهپسې فشارونو لاندې ساتل کېږي او دغه فشارونه د دوی پر ژوند او راتلونکي ژور او دوامدار اغېز کوي.
اداري او خپلسرې نيونې له هغو ټولو ظالمانه وسایلو څخه دي، چې اشغالګر رژیم یې د فلسطیني ولس، په ځانګړي ډول د ماشومانو پر ضد کاروي؛ یوازې د یوې «سرسري دوسیې» په پلمه، چې ماشوم او وکیل یې د لیدلو حق نه لري او پرته له دې چې کوم روښانه تور ولګوي او یا یې د رښتینې محاکمې له بهیره تېر کړي. د زندانونو دننه ماشومان له سختو او غیرانساني شرایطو سره مخ دي؛ له وهلو او ټکولو، برېښنايي شوک، خوب ته له نه پرېښودو نیولې بیا د سپیو تر بریدونو، لفظي سپکاوي، انزوا، جنسي ځورونې او ډلهیزو سزاوو پورې، تر ډول ډول کړاوونو لاندې ساتل کېږي.
پر دغه وضعیت سربېره؛ لوږه، د پاکوالي نشتون، سخته ګڼهګوڼه، د حشراتو خپرېدل، د هوا او کافي رڼا نه لرونکې خونې، روغتیايي بېپروایۍ، د روغتیايي پاملرنې نشتون (چې ناروغۍ پکې عامې شوې دي)، د جامو کمښت، له کورنۍ سره له لیدو محرومیت او له یهودي جنايي ماشومانو سره په ګډو خونو کې د دوی اچول (چې له دې لارې یې په منظم ډول ماشومان د رواني او فزیکي شکنجې هدف ګرځولي دي) او ... نورې ستونزې دي.
له بلې خوا، «د شهیدانو د جسدونو د ستنولو ملي کمپاین» شمېرې ښيي چې د ماشومانو قصدي وژنې په اندېښمنوونکې کچه زیاتې شوې دي؛ ترڅنګ یې د جسدونو د نه سپارلو پالیسي هم روانه ده.
له نومبر میاشتې راهیسې اشغالګرو قصداً او بشپړه بېرحمۍ شپږ ماشومان وژلـي او د هغوی جسدونه یې نه دي سپارلي. له دې سره د هغو ماشومانو شمېر ۷۳ ته رسېدلی چې جسدونه یې توقیف شوي دي. په دغه کمپاین کې ټول ۷۵۲ شهیدان ثبت شوي وو چې جسدونه یې لا هم د اشغالګر رژیم په یخو خونو او « داعداد هديره» کې ساتل کېدل.
دغه شمېرې په هغه ورځ خپرې شوې چې نړۍ یې «د ماشومانو نړیواله ورځ» بولي؛ هغه ورځ چې نړۍ د ماشومانو د طبيعي ودې په لار کې د هغوی لاستهراوړنې نمانځي؛ خو د فلسطین ماشومان د ځپلو له یوه ماشین سره مخ دي چې هغوی په نښه کوي، حقونه او کرامت یې تر پښو لاندې کوي، وژني یې، بنديانوي یې او د پوځي محکمو مخې ته یې دروي؛ داسې محکمې چې تر ټولو ابتدایي قوانین پکې تر پښو لاندې کېږي او پر دغو ماشومانو تر ټولو سختې سزاوې تحمیلېږي چې د ماشومانو د حقونو او بشري ارزښتونو له ادعاوو سره خورا ډېر واټن لري. خو د الله سبحانه وتعالی ژمنه خامخا پوره کېږي:
﴿لَا يَغُرَّنَّكَ تَقَلُّبُ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي الْبِلَاد(۱۹۶) مَتَاعٌ قَلِيلٌ ثُمَّ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمِهَادُ﴾ [آلعمران: ۱۹۷-۱۹۶]
ژباړه: «په ښارونو کې د کافرانو تګ راتګ (مغرورانه ګرځېدل، سوداګري او په ناز او نعمت کې اوسېدل) دې تېر نه باسي؛ ځکه دا یوه ناڅیزه او لږ متاع ده او بیا به (له دغو ظاهري نعمتونو وروسته په اخرت کې) د دوی ځای جهنم وي چې ډېر بد استوګنځی دی.»
د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه
۱۴۴۷ هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۱
۲۰۲۵م کال، د نومبر ۲۲مه
د صدور ګڼه: ۰۳۱/ ۱۴۴۷
ژباړن: اسرار تکل