
هجری قمری نېټه : 1 جمادی الثانی 1447
میلادی نېټه : جمعه, 14 نومبر 2025 م
مطبوعاتی دفتر
(ژباړه)
د فلسطین د بشري حقونو مرکز د هغو تازه شواهدو پر بنسټ، چې د دغه مرکز وکیلانو او څېړونکو د غزې له یو شمېر خوشي شوو بندیانو څخه راټول کړي؛ د یهودو په زندانونو کې د جنسي شکنجې یو منظم او سیستماتیک ډول افشا کړی دی؛ داسې شکنجه چې پکې جنسي تېری، بربنډول، اجباري عکس اخیستل او د وسایلو او سپيو په وسیله جنسي ځورونه پکې شامله ده. سربېره پر دې، په دغو زندانونو کې قصدي سپکاوی او رواني شکنجه کېږي چې انساني کرامت دړې وړې او فردي هویت بشپړ له منځه یوسي. دغه مرکز ټینګار کوي چې یادې پېښې تصادفي او انفرادي نه دي؛ بلکې د یوې منظمې پالیسۍ برخه ده چې د غزې د اوسېدونکو پر وړاندې د روانې ټولوژنې په چوکاټ کې عملي کېږي. غزه هغه سیمه ده چې له دوو میلیونو ډېر انسانان پکې اوسېږي او زرګونه بندیان یې په هغو زندانونو او کمپونو کې ساتل کېږي چې د سره صلیب په ګډون له نړیوال څار څخه بیخي لرې ساتل شوي دي.
دغه راپور هغه زړه بوږنوونکي شهادتونو ثبت کړي چې د اشغالګرو ځواکونو له لوري د فلسطینیانو پر وړاندې د جنسي تیري موارد بیانوي؛ په تېره بیا د هغو ښځو کیسې چې په تېرو دوو کلونو کې د غزې له بېلابېلو سیمو څخه نیول شوې دي. د دغو بېلګو له ډلې یوه پېښه د ۴۲ کلنې ښځې ده چې د ۲۰۲۴م کال، په نومبر کې د غزې په شمال کې داسې مهال نیول شوې چې پر لاره تېرېده. هغې په خپل شهادت کې ویلي چې ډول ډول بدني او جنسي ځورونې یې زغملې دي؛ څو څو ځله پرې تېری شوی، سپکې سپورې ورته ویل شوې، بربنډه شوې او په هماغه حالت کې یې عکس اخیستل شوی دی، د برښنايي وسایلو په وسیله سوځول شوې او د بدن په ټولو برخو وهل او ټکول شوې ده.
دغه ترخې او دردناکې کیسې، چې د دغې مظلومې ښځې په ګډون نورو بندیانو بیان کړې دي؛ ښيي چې دغه نارینه او ښځې یوازې د دې لپاره نیول کېږي، ځورول کېږي او عزت یې تر پښو لاندې کېږي چې د غزې اوسېدونکي دي؛ هغه غزه چې لا هم د وحشیانه نسلوژنې او ټولیزو ظلمونو قرباني ده. دغه شهادتونه د هغه رژیم ظالمانه چلند، تیری، سپکاوی او کرغیړنتوب څرګندوي چې ځان یې نړۍ ته «تر ټولو ډېر اخلاقي ارزښتونو ته ژمن پوځ» معرفي کاوه؛ نن ورځ دغه وحشي پوځ په ډېر ویاړ د هغو وحشتونو کیسې کوي چې په کمپونو او زندانونو –په ځانګړي ډول سدی تیمان کمپ- کې یې د مظلومو فلسطیني زندانیانو او اسیرانو پر وړاندې کوي.
دغه رژیم هغه مهال په خپلو ظلمونو کې نور جرأت پيدا کړ، چې د مسلمانانو د حکامو سکوت او بېتفاوته دریځ یې ولید؛ هغه حکام چې په ډېرې بېشرمۍ د هغو وحشتونو او ظلمونو پر وړاندې چوپ پاتې شول چې د فلسطین سپېڅلې خاورې پر خلکو روان دي. هغوی د نړیوال نظم له مشرانو سره په ګډه په ډېره لیوالتیا د یهودو د نیول شوو کسانو د خلاصولو هڅه وکړه، ان د هغوی د جسدونو د ایستلو لپاره یې هلې ځلې وکړې؛ خو د مسلمانانو د بندیانو په اړه یې هڅه څه چې تش غږ هم پورته نه کړ. ان د هغو زرګونو شهیدانو د ایستلو لپاره یې هڅه ونه کړه چې لا هم تر ویجاړو دیوالونو او خاورو لاندې پاتې دي.
دغه جنایتکار رژیم هغه مهال لا ډېر ګستاخ شو او –ان د مسلمانو ښځو پر ناموس- يې خپلو تېریو ته دوام ورکړ چې کله یې ولیدل چې امت او د هغه پوځونه د هغه څه پر وړاندې چوپ دي چې په قدس، لوېدیځه غاړه او غزه کې یې د خپلو خویندو او وروڼو پر وړاندې کېږي؛ هغوی یې یوازې پرېښي دي چې د دښمن لپاره اسانه ښکار وي. د یهودو جرأت هغه وخت ډېر شو کله یې چې ولیدل چې خلک د خپلو هغو خاینو حکامو پر وړاندې چوپ پاتې دي چې د وحشي یهودي رژیم د پایښت او بقا اسباب پیاوړي کوي؛ ساتنه یې کوي، پولې یې تړلې دي او مسلمانان نه پرېږدي چې د خپلو وروڼو او خویندو مرسته وکړي.
ای مسلمانانو! د یوې زړې، دردېدلې مور –چې زوی یې اسیر و- د خولې یوه جمله چې ویل یې: «ای منصوره! له ما پرته نور ټول خوشاله دي» د دې لامل شوه چې حاجب منصور له نیمايي لارې راوګرځي، لښکر راټول کړي او امر وکړي چې هیڅوک دې تر هغه له خپل آس څخه نه ښکته کېږي څو د دغې ښځې زوی او نور اسیران نه وي راخلاص شوي. د مسلمانانو د ساتنې او د هغوی د ناموس د دفاع احساس قُتیبه بن مسلم دې ته اړ کړ چې فدیه ونه مني، بلکې امر یې وکړ چې هر څوک پر مسلمان لاس اوچت کړي، ودې وژل شي، او ویې ویل: «نه، پر الله قسم! هېڅکله به اجازه ورنه کړم چې یو مسلمان ستا له امله ووېرول شي!» د یوې مسلمانې ښځې یو د «وا معتصماه!» فریاد، د دې سبب شو چې معتصم یو ستر لښکر بسیج کړي او د هغې ژغورنې ته یې واستوي. د یوې پتمنې خور یوه چغه د دې سبب شوه چې محمد بن قاسم، د سند د واکمن تخت ولړزوي؛ ځکه چې هغه د مسلمانو ښځو کښتۍ درولې وه او هغوی یې اسیرانې کړې وې. او تر دې ټولو پېښو وړاندې، د یوې مسلمانې ښځې بربنډولو، رسول الله صلی الله علیه وسلم دې ته اړ ایست چې بني قَینُقاع قبیله ټوله له مدینې څخه وشړي.
نو ای مسلمانانو! ایا په امت او د امت په پوځونو کې نور هغه غیرتي او زړور سړي نشته!؟ پر تاسو څه شوي دي!؟ غیرت مو څه شوی دی!؟ ایا د دنیا مینه مو مخه نیسي!؟ ایا د الله سبحانه وتعالی پر دین او د هغه پر حُرُماتو باندې غیرت کول مو له زړونو او ذهنونو وتلي دي!؟
او اې د مسلمانانو پوځونو! هلته مو چې مسلمانې خویندې په داسې ناوړه حالت کې وي، تاسو څنګه ارام ژوند کولی شئ!؟ څنګه له ژونده خوند اخیستلی شئ!؟ ایا د هغې ورځې په اړه مو هیڅ فکر نه دی کړی چې د قهار رب پر وړاندې به درېږئ او د دغې نافرمانۍ، نصرت نه ورکولو او د الله تعالی د بندهګانو مرستې نه کولو حساب به ورکوئ!؟
د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه
۱۴۴۷ هـ.ق کال، د جمادي الاول ۲۳مه
۲۰۲۵م کال، د نومبر ۱۴مه
د صدور ګڼه: ۰۲۸/۱۴۴۷
ژباړن: اسرار تکل