هجری قمری نېټه : 15 ربیع الاول 1447
میلادی نېټه : یکشنبه, 07 سپټمبر 2025 م
مطبوعاتی دفتر
(ژباړه)
د غزې دا اوږده او فعاجعهراوړونکې جګړه چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷مه نېټه پیل شوې، په دغې خاوره کې د ژوند پر ټولو برخو یې اغېز کړی دی؛ له انسانه نیولې تر طبیعت، بېخبنسټونو او سرچینو پورې. تر ټولو ډېر زیان یې ښځو او ماشومانو ته رسولی؛ هرې خواته د مرګژوبلو او پرخو ویجاړیو سبب شوې. د غزې د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه تر ۶۳ زرو زیات انسانان شهیدان شوي او نږدې ۱۶۰ زره نور ټپیان دي. سلګونه زره تنه کډې کولو ته اړ شوي او انساني وضعیت خورا بحراني دی؛ د خوړو، درملو او د څښاک پاکو اوبو شدید کمښت هرې خواته لیدل کېږي.
د ملګرو ملتونو یوه اړوند کمېسیون په تازه څرګندونو کې ویلي، د ۲۰۲۳م د اکتوبر له ۷مې د روان کال د اګسټ تر ۲۱مې پورې، ۱۵۷ زره او ۱۱۴ تنه ټپیان شوي دي چې ۲۵ سلنه یې د دایمي معلولیت له ګواښ سره مخ دي. همداراز یې راپور ورکړی چې په همدې موده کې شاوخوا ۴۰ زره او ۵۰۰ ماشومان د جګړې له امله ټپیان شوي او تر نیمایي زیات یې اوس له معلولیت سره ژوند کوي. لږ تر لږه تر ۲۱ زرو ډېر ماشومان په غزه کې معلول شوي دي!
دغه کمېسیون زیاته کړه چې ډېری هغه کسان چې د اورېدلو او لیدلو ستونزې لري، د اشغالګرو د تخلیې له امرونو هېڅ خبر نه شول او له همدې امله یې له خطرناکو سیمو د وتلو توان نه درلود؛ ځینې یې د تېښتې پر اړتیا له پوهېدو مخکې شهیدان شول.
سربېره پر دې، یو لوی شمېر یې تر خورا سختو او غیرانساني شرایطو لاندې تېښتې ته اړ شوي؛ دا چې په ځای پر ځای کولو کې د مرستې لپاره یې څوک نه وو، ځینې ان مجبوره شوي پر شګو او خټو باندې ځان په سینه کش کړي. دغه ډله همدارنګه له بشردوستانه مرستو ډېره بې برخې ده. ډېرو ته یې خواړه، پاکې اوبه او د حفظ الصحې توکي نه دي رسېدلي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره په بشپړ ډول پر نورو متکي دي؛ ځکه چې پخپله د دغو اسانتیاوو تر لاسه کولو وس نه لري.
په دغو معلولیتونو کې د ماشومانو برخه تر ټولو لویه ده؛ ځکه هغوی د اشغالګرو لخوا په دغه نسلوژنه کې د هغوی د خوښې په هدف باندې بدل شوي. هر هوايي برید د دې معنی لرلی شي چې د یوه ماشوم پښه پرې شي، یا د ټول عمر لپاره فلج شوی او یا داسې سؤشکل او ټپونه چې څېره یې بشپړه بدلوي او داسې دایمي نښه پرېږدي چې ماشوم په یوه شېبه کې د خپل راتلونکي له لاسه ورکول په خپلو سترګو ویني. بېځایه شویو په خېمو او پناهځایونو کې نه روغتیایي خدمتونه شته، نه د مرستې وسایل او نه کافي خواړه. د ډېرو روغتونونو د ورانېدو او د درملو او طبي تجهیزاتو د کموالي له امله، معلول ماشومان له تر ټولو زیاتې بېپامۍ او روغتیایي ګواښ سره مخ دي؛ ډېری یې منظمې فزیوتراپۍ، دایمي درملو او مصنوعي غړو ته اړتیا لري؛ خو دا چې صحي خدمتونه بشپړ ورباندې پرې شوی، دا اړتیاوې یې نه پوره کېدونکې ښکاري. له رواني اړخه هم دا مظلومان د بمباریو په وېره، لوږده او نهیلۍ کې راګیر دي او ورځنی ژوند یې د نه ختمېدونکو کړاوونو او رنځونو په سلسله بدل شوی.
دا ټولې غمیزې د نړۍ او هغو بنسټونو د سترګو پر وړاندې کېږي، چې د انساندوستۍ او د بشر حقونو د دفاع ادعا لري؛ خو کار یې یوازې څو تشریفاتي اعتراضونو، تش راپورونه ورکول، او داسې مرستې رسول دي چې نه څوک پرې مړېږي او نه ستونزې حلوي! په داسې یوه وضعیت کې د مسلمانانو حکام د مسلمانانو – په ځانګړي ډول د غزې د خلکو- د جسدونو، وینو او رنځ پر مټ د خپلو څوکيو او تختونو په ساتلو بوخت دي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې وینا غافل دي چې فرمايي:
«مَا مِنْ امْرِئٍ يَخْذُلُ امْرَأً مُسْلِمًا فِي مَوْضِعٍ تُنْتَهَكُ فِيهِ حُرْمَتُهُ وَيُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ إِلَّا خَذَلَهُ اللَّهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ وَمَا مِنْ امْرِئٍ يَنْصُرُ مُسْلِمًا فِي مَوْضِعٍ يُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ وَيُنْتَهَكُ فِيهِ مِنْ حُرْمَتِهِ إِلَّا نَصَرَهُ اللَّهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ نُصْرَتَهُ»
ژباړه: څوک چې خپل مسلمان ورور په داسې ځای کې چې حرمت او عزت یې له منځه ځي، یوازې پرېږدي (او مرسته يې ونه کړي)، الله سبحانه وتعالی به په داسې ځای کې هغه یوازې پرېږدي، چې الهي نصرت ته به اړتیا لري او هغه څوک چې له خپل مسلمان ورور سره په داسې ځای کې مرسته وکړي چې حرمت او عزت یې له منځه ځي، نو هغه ته به الله سبحانه وتعالی په داسې ځای کې نصرت ورکړي، چې دی یې غواړي او اړتیا ورته لري.
بېشکه او که د الله سبحانه و تعالی خوښه وه؛ د قصاص او له هغوی څخه د غچ اخیستو ورځ نیږدې ده.
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر – د ښځو برخه
۱۴۴۷ هـ.ق د ربیع الأول ۱۵مه
۲۰۲۵م کال د سپټمبر ۷مه
د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/۸