یکشنبه, ۲۵ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

عمران خان هڅه کوي چې د افغانستان مسلمانانو ته په مبارکۍ ویلو سره د غرب لپاره خپله سیاسي او فکري غلامي پټه کړي

خبر:

د ۲۰۲۱م، د اګېسټ په ۱۶مه، د دوشنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په اسلام اباد کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یو واحد ملي تعلیمي نصاب پیل کړ. هغه په دې اړه خبرې وکړې چې څنګه «کلتوري تحمیل» له «ذهني غلامۍ» سره یو شان دی، ده وویل چې افغانانو د غلامۍ زنځیرونه شلولي دي. د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې وشوې چې طالبانو له څو ورځو چټکو پرمختګونو وروسته پر هېواد باندې په موثر ډول کنټرول پیدا کړ. هغه وویل «کله چې تاسې انګلیسي تعلیم زده کوی، تاسې به د هغه ټول کلتور قبلوئ، چې دا ډېر لوی زیان دی ځکه چې تاسې د هغه مشخص نصاب غلامان کېږئ.»

تبصره:

په ۱۹۹۲م، کې کله چې عمران خان له نړیوال کرکېټ څخه تقاعد شو او عملاً په ۱۹۹۶م، کې سیاست ته لاړو له هغه وخت څخه نه تر اوسه پورې ځان یو روشن فکره بولي، چې د لوېدیځ په ټول کلتور باندې پوهیږي. خو د هغه په واسطه نه کېچ شوی او نه ترې وېريږي، نو ځکه د خپلو خلکو د غربیتوب په اړه فکر هم نه کوي. هغه په پاکستان کې د ناټو د اکمالاتي لارې پر جوړولو کلکه نیوکه وکړه او د افغان طالبانو په ملاتړ یې وویل، چې د دوی موخه عادلانه ده. هغه ادعا وکړه چې پاکستان به د امریکا له اتحادیې څخه وباسي او یوه خپلواکه بهرنۍ پالېسي به تعقیبوي. هغه، نواز شریف له مودي سره په نیږدېوالي او د کشمیر په مساله کې په خیانت کولو سره وغانده. هغه اقتصاد ته د نړیوال بانک او نړیوال وجهی صندوق (IMF) د جدي ګواښ خبرداری ورکړ او ان دا ادعا یې وکړه چې هغه به په پاکستان کې داسې یو حکومت جوړ کړي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه کې جوړ کړ. هغه ځان داسې ښکاره کړ، چې له غربي تعلیم سره ډېر اشنا دی او د غربي نابغه وو په فضا کې ډېر ژور غرق شوی و، خو په پوره توګه د هغوی تر اغېز لاندې رانغی. شرقي او خپلو خلکو ته وفادار پاتې شو.

که څه هم، کله چې عمران خان د پاکستان لومړی وزیر شو، هغه څه ته یې شا کړه، چې مخکې يې ویلي و. هغه له متحده ایالاتو سره اړیکه ټینګه کړه، له طالبانو سره یې د خبرو کولو اسانتیاوې برابرې کړې، ترڅو د متحده ایالاتو له وتلو وروسته د هغوی نفوذ خوندي کړي او تر اوسه یې هوایي او ځمکني اکمالاتي لارې ساتلي دي. کله چې مودي د ۲۰۱۹م، په اګېسټ کې کشمیر اشغال کړ، د متحده ایالاتو په امر هغه د پاکستان اردو منعه کړه او ان دا اعلان یې وکړ چې هر څوک چې د جهاد لپاره له پولې تېر شي هغه خاین دی. د جهاد له لارې د اشغال شوي کشمیر د ازادولو پر ځای هغه نړیوال نظم او د ملګرو ملتونو ساتونکو ته ترجیح ورکړه، هغوی په ۱۹۴۸م، کې مداخله وکړه او په لومړي قدم کې یې د اشغال شوي کشمیر د ازادولو مخنیوی وکړ. عمران خان د نړیوال بانک او د پیسو د وجهي صندوق(IMF) د هر امر په تعقیبولو سره اقتصاد خرابوي. د اسلام په اړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د ماکرون له سپکاوي وروسته د فرانسې د سفیر د شړلو په اړه یې د خلکو غوښتنې له پامه وغورځولې او لیبرالانو ته یې لاس ورکړ، چې ټولنه په فساد ککړه کړي. نو بنا پردې عمران خان دقیقاً د غربي کلتور او د هغه د سیاسي نابغه وو، د نفوذ تر اغېز لاندې د هغوی د غوښتنو مطابق عمل کوي. هغه په یقیني توګه د غرب د غلامۍ ځنځیرونه نه دي مات کړي.

د اوس لپاره، د کابل له سقوط څخه وروسته د امریکا متحده ایالات په نړیواله کچه مسخره شول، نو د عمران خان په ګډون د هغه استازي هڅه کوي، چې خپل عزت وساتي. نو ځکه اوس وایي چې افغانانو د «غلامۍ ځنځیرونه مات کړل» تر څو د پاکستان د مسلمانانو پر وړاندې یې د خپل رژیم شرم او خجالت پټ کړي، په داسې حال کې چې د پاکستان مسلمانان په افغانستان کې د امریکا په ماتې خوشحاله دي. په حقیقت کې دی په خپله د غرب د فکري او سیاسي غلام په توګه لومړنۍ بیلګه ده. په حقیقت کې مسلمانان باید هڅه وکړي تر څو د نبوت پر منهج خلافت تاسیس کړي، چې د تعلیم په ګډون یې د ژوند په ټولو برخو کې اسلام پلی کړي. یوازې هغه وخت به موږ داسې حاکمان ولرو چې د غرب لپاره غلامان نه وي او د ټولې اسلامي نړۍ لپاره به اسلامي فکري او سیاسي رهبران شي. نړۍ به د دنیا او آخرت د کامیابۍ او سعادت پر لور رهبري کړي. الله سبحانه وتعالی فرامایي:

[قُلۡ يٰۤاَيُّهَا الۡكٰفِرُوۡنَۙ‏، لَاۤ اَعۡبُدُ مَا تَعۡبُدُوۡنَۙ][الکافرون: ۱ـ ۲]

ژباړه: ووایه چې ای کافرانو! زه د هغو عبادت نه کوم، چې تاسې یې عبادت کوئ.

لیکوال: د حزب التحریر-ولایه پاکستان د ویاند مرستیال انجینر شهزاده شیخ

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

 

د مطلب ادامه...

امریکا یي ګټو ته د پاکستان له خوا پابندي د افغانستان کډوالو ناورین لاپسې سختوي.

خبر:

امریکا متحده ایالات غواړي، چې پاکستان د افغان مهاجرو پر مخ خپلې پولې پرانیزي. د بهرنیو چارو یوه لوړ پوړي چارواکي خبریالانو ته د امریکا متحده ایالاتو لخوا د افغان مهاجرو  لپاره په نوي پروګرام کې وویل: نو د پاکستان په څېر ځای کې به دا اړینه وي، چې د دوی پولې خلاصي وي.   

تبصره:

د امریکا د غوښتنو پر وړاندي د ملی امنیت مشاور «معید یوسف» وویل، ولې يې در په دره کړو؟ په خپل هېواد کې یې لومړنۍ اړتیاوې ورپوره کړئ. پاکستان د نورو کډوالو ځایولو ظرفیت نه لري. سرچینه: (ډاون)

د یوسف له غبرګون سره سره، څرګنده حقیقت دادی چې پاکستان له تېرو ۴۰ کلونو راپدیخوا افغان کډوال د امریکا بهرني سیاست پر اساس منلي دي.

په 1980م کې، پر افغانستان د شوروي یرغل او ورپسي د امریکا  کلک ملاتړ له افغان مجاهیدینو څخه پاکستان ته د افغان کډوالو د لومړۍ څپې لامل شو. شوروي اتحاد پر افغانستان برید وکړ، ترڅو له منځنۍ آسیا هېوادونو څخه د ایران اسلامي انقلاب د خپرېدو مخه ونیسي. امریکا د شوروي پر وړاندي غبرګون وښود او د پاکستان له لارې یې په قبایلي سیمو کې افغان مجاهدینو روزل او په وسلو سمبالول، ترڅو د شوروي پر وړاندي جګړه وکړي. خونړۍ جګړه ـ د بررژنیسکي د زرغون بیرغ پلان و، چې د اسلام په واسطه سره پوځ ته ماتې ورکړي ــ چې پایله یې د افغانانو کډوالي شوه پاکستان او ایران ته.

د کډوالۍ دویمه او درېیمه څپه له هغه وروسته راغله، چې شوروي پوځ په ۱۹۸۹ م کې ماتې وخوړه. وروسته له هغه کورنۍ جګړه له ۱۹۹۲ م څخه تر ۱۹۹۶م د افغان قومندانانو ترمنځ، چې د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو يې دوام درلود، ایران او پاکستان ته د ډېرو افغانانو د کډوالۍ لامل شو. د طالبانو راپورته کېدل د امریکا له هڅو وروسته چې د 1800 کیلو متره تیلو پایپ لپاره له ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند(ټاپي) پروژې تېرولو لپاره امن ځای ولري. دا پروژه د UNOCAL شرکت لخوا پیل شوي وه او واشنګټن په غاړه اخیستې وه.

د 2001 م، په اکتوبر کې د پاکستان لپاره لوی بدلون هغه وخت رامنځته شو، چې امریکا د تروریزم په نامه جګړه (GWOT) د طالبانو پر وړاندي پیل کړه. له دې سره د افغان کډوالو څلورمه څپه د پاکستان پر لور لاړه. اوسمهال 2.8 میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي. دا له هغه وروسته چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ په وینا 3.8 میلیونه افغان کډوال يې بیرته ستانه کړي دي.

په دغه دوره کې د پاکستان پوځ په میلیونونو پاکستاني وګړي په قبایلي او شمالي سیمو کې د امریکا رضایت لپاره ځای پر ځای کړل. په 2009 م کې، د پاکستان پوځ د توره تالنده عملیات د امریکا په دستور د افغان مقاومت د پرې کولو لپاره پلي کړل، چې دا د 2.3 میلیونه پاکستاني وګړو د بيځایه کېدو لامل شو. سرچینه:(ټایمز اېف انډیا) له دې سره لویدیځ او هند بلوڅ ملتپالان وهڅول چې د پاکستان له پوځ سره ونښلي، چې له دې سره نور پاکستاني وګړي بیځایه شول.

نن، د طالبانو او افغان قبایلو په لاس له ماتې وروسته، بایډن غواړي چې پاکستان د افغان کډوالو پرمخ پولې پرانیزي، چې ډيری يې د امریکا همکاران دي چې له پرمختلونکي طالبانو څخه تيښته کوي. نو د افغانانو کډوالي پاکستان ته دوام لري، په افغانستان کې د امریکايې پالیسۍ سره د پاکستان د مرستې پایله. 

هر څوک چې لږ سیاسي پوهاوی ولري په افغانستان او پاکستان کور دننه کې د امر یکا له بدلونونو او پالیسۍ ملاتړ د پاکستان ملاتړ يې ناوړې پایلې رامنځته کړي. پاکستان په افغانستان کې د امریکا ځای ناستی او په کوردننه کې نظامي او ملکي رهبري د امریکایي ګټو ساتلو لپاره تحقیریږي.

یوازینۍ حللاره د افغان کډوالۍ او پاکستاني - افغاني بيځایه شویو لپاره داده چې دواړه هېوادونه په ګډه د خلافت بیا تاسیس لپاره (د نبوت په منهج باندي د خلافت تاسیس دی). یوازې اسلام کولی شي چې د لویدیځ لخوا د افغاني او پاکستاني وروڼو ترمنځ رامنځته شوي دښمني او نفاق له منځه یوسي. الله تعالی فرمایې:

﴿وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ﴾ (الامران: ۱۰۳)

ژباړه: تاسو د الله پر رسۍ (دین) په جمع سره منګولې ښخې كړئ او سره بېلېږئ مه او د الله (هغه) نعمتونه را یاد كړئ چې پر تاسو باندې شوي دي، كله چې تاسو دښمنان وَئ، بیا الله ستاسو د زړونو تر منځ جوړښت راوسته، نو د هغه په (دې) نعمت سره تاسو وروڼه شوئ او تاسو له اور نه د ډكې كندې پر غاړه وَئ، نو تاسو يې له هغه نه وژغورلئ، همدارنګه الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو سمه لار ومومئ.

عبدالمجید بهاتی

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

 ژباړن: احمد یاسر

 

د مطلب ادامه...

د حزب التحریر پر وړاندې په جګړه کې؛ روسیې د ازبکستان لاره نیولې ده

  • خپور شوی په سیاسي

 (حفیظ اسګات) ته له حزب التحریر سره د یو ځای کېدو او اسلام ته د دعوت په خاطر ۱۰کاله نوره نه بښونکې جزا ورکړل شوه، چې ټوله ۱۹کاله کېږي. د ۲۰۲۱م، د اګیسټ په پینځمه د روسیې مرکزي پوځي محکمې د حزب التحریر یو غړی «حفیظ اسګات» ته جزا اعلان کړه. نوموړي ته دغه جزا د جزا کود د دویمې برخې د ۲۰۵.۵ او د لومړۍ برخې د ۲۰۵.۱ مادو پر اساس او په حزب التحریر کې د ګډون او فعالیت له امله ورکړل شوه. 

تر ۱۳کلونو پورې چې هغه د پرېښودو پرېکړه کړې وه، محکمې نوموړي ته ۱۰ کاله نوره جزا هم ورکړه. په ټوله کې له مخکنۍ جزا سره د روسیې قضایي سیسټم نوموړي ته د ۲۹ کلونو بند سزا ورکړه، چې هغه شپږ کلونه تېرې کړي هم دي. پر همدغه اساس، روسیې د ازبکستان د ځانګړو خدمتونو تجربې ترسره کوي او د حزب التحریر یو بل غړی یې هم نیولی دی.

پر دې سربېره، پوځي محکمې د هغه د نیولو رژیم سخت کړ. له سخت رژیم څخه ځانګړي رژیم ته. نوموړی به په زندان کې پر ۲۳ کلونو تېرېدو سربېره، درې نور کلونه په بند کې تېروي. کېدای شي حفیظ د ۲۰۴۳م، د اګیسټ پر ۱۷مه له بنده ازاد شي.

د یادونې ده چې حفیظ د روسیې د جزا کود د لومړۍ برخې ۲۰۵.۵ مادې او د دویمې برخې د ۲۸۲.۲ مادې پر اساس د ۲۰۱۴م، د اګیسټ په ۱۴مه د هغوی په وینا چې د یو ترهګریز او افراطي سازمان د فعالیت او غړي په تور نیول شوی و. نوموړی د ۲۰۱۷م، د اګیست په ۱۲مه د «پرایویلز سکای» پوځي محکمې او ظالم رژیم له لوري په ۱۹ کاله او دوو میاشتو بند محکوم شو.

دا له لومړۍ څخه ډېره لېرې او د روسیې د ظالم او ځپونکي حکومت لومړنۍ غیرقانوني قضیه نه ده، چې د محکمې، څېړونکو او ځانګړو خدمتونو له لوري وړاندې شوې ده، بلکې تر دې وړاندې هم ورته قضیې پېښې شوې دي.

دا په ۲۰۱۷ م، کې لومړۍ ازموینه وه. د «راینت ګلیولاین» په نوم د حزب التحریر د یوه غړي جرمي قضیه چې پینځه کاله یې په زندان کې تېرل کړل، د ۲۰۱۸ م، د جولای په ۲۸مه د «سارټاو» په سیمه کې له درېیم امن روغتون څخه خوشي شوی و. هغه د «في. اس. بي» له خوا د خپلې مېرمنې او ۱۰ کلنې لور د سترګو پر وړاندې ونیول شو.

نوموړي ته د جزا کود د دویمې برخې ۲۰۵.۵ مادې له مخې قضیه پرانیستل شوې ده (د ترهګریز سازمان په فعالیتونو کې ګډون کول) هغه پرېکړه چې د «ګالیولایون» ته یې یاده قضیه جوړه کړې او له بندیانو سره په انفرادي او ټولیز ډول خبرې اترې شوې دي، ښايي نوموړي هغوی د حزب التحریر په فعالیتونو کې شامل کړي دي.

پر همدغه اساس، د روسیې چارواکي غواړي چې د دغه سازمان د غړو فعالیتونه د وېرې او بند په واسطه شنډ کړي، ځکه دوی پوهېږي چې دغه حزب له هېڅ ترهګریزې ډلې سره اړیکه نه لري.

په ډېره کچه وکیلان د بشري حقونو فعالان، ژورنالېستان او سیاستوال دې ته متوجې کېږي، چې د حزب التحریر د فعالیت بندېدل له یوې سیاسي پرېکړه پرته بل څه نه دي. په ۲۰۰۳ م، کې د روسیې سترې محکمې پرېکړه وکړه، چې دغه حزب د ترهګریز سازمان په توګه وپېژني. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ﴾ [الصف: ۸مه]

ژباړه: دوی د خولو په پوکیو سره د الله تعالی د رڼا مړه کول غواړي او د الله تعالی پرېکړه دا ده، چې خپله رڼا بشپړه خوره کړي، که څه هم د کافرانو خوښه نه وي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکوال: شیخ تدین عبدالله

ژباړڼ: بهیر «ویاړ»

 

د مطلب ادامه...

له مسجد الاقصی څخه پر طالبانو غږ!

  • خپور شوی په سیاسي

اې طالبانو! هڅه وکړئ چې د خزرجیانو په څېر شئ

امریکا په یوه ناڅاپي اقدام کې له افغانستان څخه ووتله او طالبان پر دغه هېواد واکمن شول. د کابل له هوایي ډګر پرته، چې ډېر واقعیتونه یې ښکاره کړل، امریکایي، ناټو او ترک ځواکونه هڅه کوي، څو د هغو الوتکو جریان او امنیت خوندي کړي، چې امریکایي وګړي، د هغوی افغان همکاران او نور بهرني کسان له افغانستان څخه باسي. د دغو کسانو د وتلو بهیر ډېر ځورونکی او له درده ډک و او د نیمګړې واکمنۍ ښودنه کوي.

امریکا په داسې حال کې چې دلته یې سلګونه زره مسلمانان ووژل، هڅه کوي چې په ناهیلۍ او د ماتې په احساس سره د امپراتوریو له قطاره ووځي. هغوی ادعا کوي چې شل کاله وړاندې، د سپټمبر د ۱۱مې پېښې له عاملینو څخه د غچ اخیستلو ماموریت یې پایته رسولی دی.

امریکایان تر دې وړاندې د مجاهدینو تر ځپونکو بریدونو لاندې وه، چې د وتلو هوډ یې ونیو؛ خو د تېښتې لاره یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره خبرې اترې وې؛ چې له بده مرغه دا څه پر مسلمانانو د کفارانو د واکمنۍ لپاره یوه لاره شوه.

موږ پوهېږو چې په طالبانو کې صادق او مخلص وروڼه شته، چې د خپل حاکمیت د لومړي پړاو په وروستیو ورځو کې یې د غرب پر وړاندې سر ټیټ نه کړ؛ په هغه وخت کې مو هغوی ته نصیحت وکړ چې د نبوت پر تګلاره راشده خلافت اعلان کړي، خو هغوی زموږ خبره ونه منله. وروسته پوه شول چې پېښمانه شول، خو هغه وخت فرصت له لاسه وتلی و. اوس یو ځل بیا هغوی همغه نصیحت ته متوجه کوو، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې مو هغوی ته ویلي وو، چې له امریکا سره د خبرو اترو بهیر ودروي؛ څو امریکا ونه شي کولی، هغه څه چې د جګړې له لارې یې تر لاسه نه کړل، د خبرو له لارې تر لاسه کړي. په بشپړ یقین سره پوه شئ چې د اسلامي امت برخلیک ټاکونکې قضیه همغه د خلافت بیا راتګ دی، ځکه خلافت د الله سبحانه وتعالی فریضه او ژمنه ده او تاسیس یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دستور اطاعت او د هغه صلی الله علیه وسلم زیری دی.

پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی هېڅ وخت د اسلام او سېکولرېزم په ګډ حاکمیت کې ګډون کول نه مني، ځکه الله سبحانه وتعالی ته پاکي د منلو ده. یا د ځایناستې او تمکین تر وخته د کفر پر وړاندې په بشپړه توګه اسلام، چې ښکاره بریا بلل کېږي او یا د خبرو اترو په ګرداب کې ډوبېدل چې دا په ښکاره توګه خسران او زیان دی.

اې طالبانو! موږ د اقصی له مبارک مسجد څخه تاسو ته خطاب کوو: تاسو نن ورځ ځواکمن او تر هر وخت پیاوړي یاست او په داسې حالت کې یاست چې د افغانستان حاکمیت له تاسو سره دی، څنګه چې د یثرب حاکمیت له خزرجیانو سره و. کله چې خزرجیانو حق ومانه، د حق غږ ته یې نصرت ورکړ او د عقبې په دویم بیعت کې یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ژمنه وکړه. هغوی وویل، څنګه چې له خپلو مېرمنو او مالونو څخه دفاع کوو، دغسې به له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه هم ملاتړ وکړو. دا څه د دې لامل شول چې الله سبحانه وتعالی هغوی ته نصرت ورکړي او دغه قوي دین پخپل ښار کې تاسیس کړي. دا نصرت ورکول د هغوی لپاره ستر ویاړ وبلل شول او په هغه خاوره کې د اسلام د لومړي دولت ستنې ټینګې شوې.

وروسته د اسلام مبارک دین د جهاد او فتحو له لارې موږ او تاسو ته راورسېد. بیت المقدس د عمر بن خطاب رضی الله عنه د خلافت په وخت کې فتح او د لومړي ځل لپاره د اقصی مسجد بنسټ د اسراء او معراج په خاوره کې کېښودل شو. وروسته صلاح الدین ایوبي رحمه الله دغه مسجد له صلیبیانو ازاد کړ. نو اې طالبانو! تاسو هم هغه فرصت تر لاسه کړی، څو نوي خزرجیان پاتې شئ. هغو کسانو ته نصرت ورکړئ چې د خلافت دولت د تاسیس غږ پورته کوي او د یاد دولت اساسي قانون یې چمتو کړی دی؛ څو په دې ترتیب سره ستاسو وړتیاوې د هغوی له امکاناتو سره یوځای شي او هغه وخت افغانستان د نبوت پر تګلاره د راشده دویم خلافت دولت خاوره اعلان شي. هغه وخت به ډېر ژر د پاکستان مسلمانان خپل خاین حکام وباسي او له خلافت دولت سره به یوځای شي. له دې وروسته به په ډېرې چټکۍ د «منځنۍ اسیا» هېوادونه یو پر بل پسې له خلافت دولت سره یوځای شي. همدارنګه تاسو به ډېر ژر د بیت المقدس پر لور حرکت وکړئ او دغه پاکه خاوره به یو ځل بیا فتح او ازاده کړئ. د دې تر څنګ به د ټولو مسلمانانو اقصی مسجد له غلامۍ څخه وژغورئ، همغه عزت او شرف به تر لاسه کړئ چې خزرجیانو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په نصرت ورکولو سره ترلاسه کړل.

اې طالبانو! دا حق خبره ده او پوهېږئ چې : ﴿فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ﴾؟! ژباړه: «له حق وروسته له ګمراهۍ او لارورکۍ پرته بل څه نشته.

پوه شئ چې د حق لارې پیروي موږ ټول مسلمانان له هغو بلاګانو څخه ژغوري چې اوسمهال موږ ورسره مخ شوي یو.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾ [انفال: ۲۴]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت پر ځای کړئ ،کله چې تاسو ته د هغه څه پر لور بلنه درکوي چې تاسو ته ژوند درکوي. پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ شته او تاسو ټول د قیامت پر ورځ د هغه لور ته ورګرځئ.

اې الله سبحانه وتعالی! په طالبانو کې زموږ د وروڼو زړونه له یو بل سره یوځای وساتې او له هغوی څخه د اوسني وخت انصار جوړ کړې. هغوی او ټول مسلمانان د واحد دولت او بیرغ تر سیور لاندې راټول کړه، په دې کې شک نشته چې الله سبحانه وتعالی د دغه کار وړتیا لري. امین

دغه مطلب د الاقصی مسجد او مدرسې خطیب شیخ عصام عمیرة د حزب التحریر د مرکزي دفتر د راډیو لپاره

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د پاکستان واکمنان غواړي چې د قدرت د مشارکت تر عنوان لاندې، په افغانستان کې د امریکا د استعماري دولت جوړښت پر ځای پاتې شي.

  • خپور شوی په پاکستان

د پاکستان د ملي امنیت د بېړنۍ کمېټې ناسته (NSC) د ۲۰۲۱م، د اګیست په ۱۶مه، د عمران خان په مشرۍ او د فدرال وزیرانو او د پاکستان د وسله والو ځواکونو د قومندانانو په ګډون تر سره شوه. داسې انګېرل کېده چې دوی به د بهرني سیاست په اړه یوه مستقله پرېکړه وکړي، خو هغه اعلامیه چې له دې ناستې وروسته صادره شوه، یوازې د زلمي خلیلزاد د بیانیې انعکاس و، چې د اګیست په ۱۳مه، د نړیوالو قدرتونو له ناستې وروسته په دوحه کې صادره شوې وه او له طالبانو یې پینځه غوښتنې پکې کړې وې؛ تر څو یې نړیوال په رسمیت وپېژني او مالي پورونه تصویب شي. دغه غوښتنې د یوه پراخ دولت تشکيل، ډموکراتیک نظام رامنځ ته کول، د ښځو او اقلیتونو د بشري حقوقو تضمین، د افغانستان له خاورې څخه د نورو خاورو پر وړاندې ګټه نه اخیستل او نړیوالو قوانینو ته غاړه اېښودل وو. د ملي امنیت په ناسته کې ګډون کوونکو ټینګار کاوه، چې پاکستان د نړیوالې ټولنې په همکارۍ له ټولو ښکېلو اړخونو سره جامع سیاسي حل او فصل ته لاره هواروي او دا یې د افغانستان د ټولو اقوامو پرمختګ وباله. د پاکستان سیاسي او پوځي رهبرانو خپلې غوښتنې په امریکا کې مطرح کړې او له طالبانو څخه یې وغوښتل، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ډلې له لوري د نورو خاورو پر وړاندې استفاده نه شي، په داسې حال کې چې غرب هم همدا هیله درلوده. له همدې امله، کله چې مقاومت کابل ازاد کړ، د پاکستان رهبرۍ طالبان وګواښل چې په زور سره کابل ازاد نه کړي، په داسې حال کې چې طالبان تر فشار لاندې وو، تر څو د ډیموکراتیک قدرت په وېش کې بشپړ مشارکت ولري.

د باجوه ـ عمران رژیم شپه او ورځ د سپينې ماڼۍ او پنټاګون لپاره د یوه رسمي اسانچاري په توګه په سیمه کې د امریکا د نفوذ د ساتلو په هڅه کې دی. دا په داسې حال کې ده چې د ډيورنډ کرښې حصار باید ړنګ شي، د امریکا ځمکني او هوايي کرښې قطع شي او د امريکا په ډيپلوماټیکو نمایندګیو کې جاسوسي مرکزونه وتړل شي، ځکه په دې برخه کې ځینې ګامونه پورته شوي، چې د پاکستان، افغانستان او مرکزي اسیا اتحاد، د یوه واحد خلافت دولت په توګه رامنځ ته شي، خو د باجوه ـ عمران رژیم غواړي د خپلو صلیبي اربابانو ګټې د پاکستان د مسلمانانو او د دوی د وسله والو ځواکونو د هیلو پر خلاف ساتي. رژیم له افغانستان څخه د امریکا په وتلو خپه دی، ځکه د امریکايي ځواکونو د حضور پر مهال یې ډېر مذاکرات غوښتل، تر څو طالبان د دوی ډېر حضور ومني. په حقیقت کې، د باجوه ـ عمران رژیم په سیمه کې د امریکايي ګټو د ساتلو تر ټولو پیاوړی د ملا تیر بلل کېږي. بایډن د باجوه ـ عمران رژیم پر وفادارۍ بشپړ ډاډ لري او له همدې امله یې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وایستل، ځکه پوهېده چې د پاکستان واکمنان د مذاکراتو په محدوده کې د امریکا په سپارښتنه د طالبانو محاصره، نړیوال استعماري نظم او د دولت ـ ملت مفکورې لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کولای شي.

اې د پاکستان وسله والو ځواکونو! د امریکا له اشغال څخه د کابل د ازادۍ واقعي ګټې، یوازې هغه وخت تر لاسه کېدای شي چې راولپنډۍ او اسلام اباد د امریکايي استعمار له نفوذ څخه پاک شي. تاسو دا وړتیا لرئ چې د امریکا سیمه ییز راج ته د پای ټکی کېږدئ او دا د هغو کارونو په محدوده کې راځي، چې الله سبحانه وتعالی تاسو ته بشپړ اختیار درکړی، چې د قیامت په ورځ به له تاسو پوښتنه کېږي. دا تاسو یئ چې د اسلام په اړه د تاریخ جریان لکه د تېر په څېر بدل کړئ. حزب التحریر د خپل نړیوال امیر، شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته تر رهبرۍ لاندې، له یوې بشپړې برنامې سره چمتو دی، له همدې امله د نبوت پر منهج د د دویم راشده خلافت لپاره نصرت ورکړئ، چې په چټکۍ سره به اوسني هېوادونه د اسلام تر نوم لاندې سره متحد کړي او په دې سره بریا تر لاسه کړئ او داسې یو نړیوال تسلط تاسیس کړي، لکه څرنګه یې چې د پېړیو لپاره مخکې تاسیس کړی و.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

 [إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءَهُ فَلَا تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ] [عمران: ۱۷۵]

ژباړه: اوس تاسو ته څرګنده شوه چې هغه په اصل کې شیطان و، چې خپل دوستان یې بې ځایه وېرول، له همدې امله په راتلونکي کې تاسو له کافرانو څخه مه وېرېږئ، زما څخه ووېرېږئ، که تاسو په رښتینې توګه د اېمان خاوندان یاست.

#Afghanistan 

افغانستان#

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

 

د مطلب ادامه...

شل کلن اشغال، چې ډنمارکي سیاسیون هم پکې ښکېل وو، افغانستان په یوه ویجاړ حالت کې پرېښود!

  • خپور شوی په ډنمارک

له شل کلن اشغال وروسته، غربي دښمنو هېوادونو او له دې ډلې ډنمارک هم له افغانستان څخه پښې سپکې کړې. په شلو کلونو کې غربي هېوادونو سلګونه زره ماشومان، ښځې او بې ګناه خلک ووژل،  هېواد یې بمبارد او ویجاړ کړ. دغه جنګ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو د ژغورلو تر عنوان لاندې پر مخ وړل کېده. 

په دغه اشغال کې ډنمارک د امریکا په خدمت کې و، د مخدره توکو او جنګ سالارانو له مفسدو اربابانو سره یې همکاري وکړه، د شکنجې لپاره یې زندانونه جوړ کړل او له تاوتریخوالي څخه په ډکو جنګي جنایتونو کې ښکېل شول. شل کلنه جګړه د افغانستان د خلکو لپاره یو اوږد کابوس (خپسکه؛ په خوب کې وېره او د تنفس بندېدل) و او دغه هېواد یې په تاریخي اړو دوړ کې پرېښود. د ۲۰۰۱م، له صلیبي جکړې مخکې طالبانو په ټول هېواد کې امنیت راوستی و.

دا ستونزمنه ده چې په افغانستان کې د ډنمارک مشارکت د ډنمارکي سیاسیونو له انتخاب وړاندې د امریکا په جګړه کې د ډنمارکي ځوانو نارینه او ښځینه وو ښکېلېدل وکتل شي. حقیقت دا دی چې د ډنمارک دغه ګډون مرګ، ويجاړۍ او دولتي ترهګرۍ پر ځای پاتې پرېښودې!

په دې سره، د ډنمارکي سیاسیونو په منځ کې د څارنې وړ ځان ازمویل نشته، خو د متکبرانه اصرار پر ځای له ښځو سره د طالبانو چلن، په جګړه کې د ګډون توجیه کېدای شي، کله چې له کپنهاګن څخه اړیکه ونیول شوه، په واشنګټن کې ټلیفون پورته شو!

همدارنګه د ډنمارکي رسنیو په منځ کې چې په تېرو شلو کلونو کې یې د سیاسیونو د مایکروفون د حامل په توګه عمل کړی، ځان ازمویل نشته. ډنمارکي تش په نوم ازادې رسنۍ پر هغه څه سترګې پټوي چې ډنمارک د وحشیانه اشغال د یوې برخې په توګه په ډله ییزه وژنه کې ښکېل و او پر ځای یې له ډنمارکي سرتېرو څخه داسې یادونه کړې، چې ګواکي دوی د افغان مېرمنو د ژوند ژغورلو لپاره هلته لېږل شوې دي.

په دې سره، په افغانستان کې د ښځو په اړه د ډنمارکي سیاسیونو اندېښنه نه یوازې یو پوچ عمل دی، بلکې یو کلتوري استکبار هم بلل کېدای شي. دا په داسې حال کې رابرسېره کېږي، چې د ډنمارک په اساسي قانون کې د ښځو ازادي محدوده ده او پر وړاندې یې له تاو تریخوالي کار اخیستل کېږي!

د افغانستان په اشغال کې د ډنمارک ګډون یو تاریخي تور ټکی دی، چې له مسوولیت څخه د اوږو خالي کولو لپاره یې خپلې پښې سپکې کړې او پر موضوع د بیا تمرکز لپاره چې اوس یې موږ د ډنمارک دولت او سیاسیونو له لوري شاهدان یو، ډېر نه دی ښودل شوی.

سیاسیون د تاریخي تېروتنې او ماتې منلو پر ځای وایي، چې موږ بې‌ځایه هېواد نه دی بمبارد کړی او سرتېري مو بې‌ځایه نه دي وژل شوي، چې په دې سره خپل ځان دوکه کوي.

په همدې توګه، تاریخ په دغه صلیبي جګړه کې ټول ښکېل لاسونه د جنایتکارانو په توګه محکوموي او د عمومي تعقیب او شدیدو مجازاتو مستحق یې بولي، ځکه چې په ډله ییزه توګه یې خلک، ښځې او افغان ماشومان وژلي دي.

د حزب التحریرـ ډنمارک مطبوعاتي دفتر

  Afganistan# 

#افغانستان   

د مطلب ادامه...

د واحد خلافت دولت تر چتر لاندې د پاکستان، افغانستان او مرکزي اسیا په یوځای کولو سره د پرځېدونکې امریکایي استعمار واکمنۍ ته وروستی ګزار ورکړئ

  • خپور شوی په پاکستان

نن د ۱۴۴۳ هـ ق کال د محرم پر اوومه، چې د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې نېټې سره سمون خوري، د نړۍ مسلمانان کابل ته د افغان مجاهدینو د ننوتلو له امله خوښي لمانځي. بل لور ته امریکا په چټکۍ په وتو ده او د غرب مزدور اشرف غني هم تښتېدلی. په دې ډول په ساده وسلو سمبالو زرګونو مجاهدینو د دریم استعمارګر ځواک غرور تر پښو لاندې کړ. کټ مټ هماغسې لکه د دوی پلرونو او نیکونو چې تر دې مخکې د شوروي اتحاد او بریتانوي امپراتورۍ غرور له خاورو سره خاورې کړ. اوس داسې یو متحرک ځواک را منځ ته شوی چې دا خبره یقیني کوي چې په سیمه کې په پوره توګه د امریکا ریښې له بېخه ایستل شوي، داسې چې بیا هیڅکله دلته وده ونه کړي. هماغسې چې د بریتانوي هند او پخواني شوري اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته، د دوی ریښې وچې او هیڅکله یې بیا سر را پورته نه کړ.

اې  د پاکستان مسلمانانو!

د دې وخت دی چې د پرځېدونکې امریکایي استعمار واکمنۍ ته وروستی ګزار ورکړئ!

اوس یو متحرک قوت  ایجاد شوی او غواړي چې د ځمکني او هوایي اکمالاتو لارې چې زموږ له اسمانونو او خاورې تېرېږي وتړل شي، ځکه دا په سیمه کې د امریکا د تخریبي لاسوهنې لپاره حیاتي ارزښت لري. تر هغو چې د پاکستان حکام د امریکا اکمالاتي لارې پرانستې پرېږدي د امریکا تخریبي حضور به پر خپل ځای وي او لا به وده کوي.

اوس یو متحرک قوت ایجاد شوی او غواړي په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت او کراچۍ کې د امریکا د قونسلګرۍ جاسوسي اډې وتړل شي. دا هغه مداخله‌ګرې سترګې دي چې په ورځ کې ۲۴ ساعته او د اوونۍ اوه ورځې پرانستي وي، که دا نه وي د امریکا ټوله اداره به ړنده شي.

که نور هم د پاکستان حکام د امریکا استخاراتي اډو ته اجازه ورکړي، نو زموږ محرم نظامي او استخباراتي اړیکې به خوندي نه وي او امریکا به زموږ په سیمه کې پاته وي.

اوس یو متحرک قوت ایجاد شوی او غواړي د امریکا، د هغې د سیمه‌ییزو لاسپوڅو او افغان مجاهدینو تر منځ د خبرو اترو له بهیر سره روانه مرسته ودرېږي. دا په اصل کې د کفر له لورې هغه غولونکې تګلاره ده چې غواړي مسلمانانو ته د خبرو اترو د وړاندیز له لارې زیانونه په مسمانانو تحمیل کړي او ګټې خپلو ځانونو ته خوندي کړي. دوی هله دا کار کوي چې پوه شي اسلامي امت د جګړې په ډګر کې بریا خپلولی شي او په دې ډول خپلې ګټې تضمینوي او ماته جبرانوي. تر څو چې د پاکستان حکام د خبرو اترو اسانتیاوې برابروي، دښمن ته به د مخ پر دراوزې له وتلو وروسته د شا له دروازې څخه د بیا داخلېدو لار خلاصه وي.

اوس یې وخت دی چې پر پرځېدونکې امریکایي استعمار وروستی ګزار وشي او له امریکا سره د ټولو نظامي ملګرتیاو او اقتصادي اړیکو د پای ته رسولو غوښتنه وشي، ځکه دا هیواد د اسلام او مسلمانانو ښکاره دښمن دی او له نورو دولتونو سره د اسلام پر وړاندې د دښمنۍ په پاللو کې مرسته کوي . موږ باید د حکامو له دې سترې ګناه څخه ځانونه لرې وساتو، ترڅو د الله تعالی له غضب او عذاب څخه خلاص شو.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

إِنَّمَا يَنْهٰىكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قٰتَلُوكُمْ فِى الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيٰرِكُمْ وَظٰهَرُوا عَلٰىٓ إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُولٰٓئِكَ هُمُ الظّٰلِمُونَ ]الممتحنه: ۹[

ژباړه: "بېشکه همدا خبره ده چې الله سبحانه وتعالی تاسې د هغو خلکو د دوستۍ څخه منع کوي، چې ستاسي سره د دين په معامله کښې جنګېدلي دي، تاسي یې د خپلو کورونو څخه ایستلي یاست او ستاسي په ايستلو کښي یې يو د بل ملاتړ کړی دى. له هغو سره چې كوم كسان دوستي وکړي، همغوى ظالمان دي"

اې د پاکستان وسلوالو ځواکونو او مجاهدینو!

پاکستان، افغانستان او منځنۍ آسیا څخه د خلافت واحد دولت جوړ کړئ!

پوه شئ! چې د اسلامي دولتونو ترمنځ پولې د استعمارچيانو هغه حربه ده چې موږ کمزوره وي، ويشي او راباندې مسلط کیږي. په داسې حال کې چې د اسلام تر بیرغ لاندې، زموږ قدرت په واحد دولت کې زموږ په وحدت کې پروت دی.

زموږ په سيمه کې د ډيورنډ تپل شوې کرښې افغانستان کمزوری کړی دی، او د افغانستان د اسلامي امت د دښمنانو لکه، روسيې له ۱۹۸۹ م کال څخه مخکې، هند او امريکا له ۲۰۰۱م کال راهيسې له دوامدارو لاسوهنو، بهرني نفوذ او اشغال سره مخ کړی دی. دا د ډيورنډ کرغېړنه کرښه ده، چې د افغانستان باعزته مسلمانان يې د سترو لوبو، دسيسو  او دوه مخه لوبو له امله په خپله سيمه کې له قربانۍ او کډوالۍ سره مخ کړي دي او له امله یې سل ګونه زره شهيدان ورکړي دي. دا د ډيورنډ کرغېړنه کرښه ده، چې د مسلمانانو ترمنځ يې بې باوري، کرکه او دښمني رامنځ ته کړې او د دوی ترمنځ يې درز رامنځ ته کړی، ترڅو کفار وکولی شي له شمال، سوېل، ختيځ او لوېديځ څخه د ورانکارو شېطانانو په څېر په اسانۍ افغانستان ته دننه شي.

زموږ سيمې ته د دښمنانو د دننه کېدو د مخنيوي غوره طريقه دا ده، چې د پاکستان، افغانستان او مرکزي اسيا په يوځای کولو سره يو واحد اسلامي خلافت رامنځ ته کړو. له شک پرته، زموږ ځواک د مسلمانانو له دښمنانو سره، هغه که په ختيځ کې چين يا لوېديځ کې امريکا ده د ايتلاف، پر هغوی د باور او تکيې له لارې نه پياوړی کېږي. زموږ ځواک د يو امت او يو دولت، يو پوځ او يو اقتصاد په توګه د اسلامي خلافت تر چتر لاندې د الله سبحانه وتعالی د رضايت په موخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت په يوځای کولو کې نغښتی دی، چې الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمايي:

الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۚ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا [النساء: ۱۳۹]

ژباړه: "هغه كسان چې له مومنانو پرته كافران دوستان نیسي، ایا دوى د هغوى په خوا كې عزت لټوي؟ نو بېشكه عزت ټول د الله سبحانه وتعالی لپاره دى"

 اوس په تاسو اړه لري چې خپل ځواکونه د ډيورنډ کرښې په له منځه وړلو سره، چې تاسې يې د خپل دښمن پر وړاندې سره ويشلي او کمزوري کړي ياست، د وروڼو په څېر په يوه صف کې د امريکا او هند پر ضد ودروئ، لکه څرنګه چې مخکې د شوروي اتحاد پر ضد درېدلي واست.

د نړيوال نظم يا د دې نظم د استعماري ساتوونکو موافقه په پام کې مه نيسئ، له دوی سره مذاکرات مه کوئ، ځکه دا مذاکرات يوه لومه ده چې اسلامي امت باندې د ګذار لپاره کار ترې اخيستل کېږي. هغه خوله، وينه، زور او ځواک چې  د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د جهاد له لارې تاسو د دې سيمې د نيولو لپاره کارولی دی، استعمارچيان او د هغوی مزدوران غواړي د مذاکراتو له لاري تاسې په لومه کې ښکېل کړي. اوسنی نړيوال نظم زموږ د دورې د جنايتکارو دولتونو نظم دی، هغوی له لاتيني امريکا تر سوېلي ختيځي اسيا پورې ټوله نړۍ به بې رحمه ډول وزبېښله.  ياد نړيوال نظم د اوسني غربي حاکمانو او د هغوی شريرو سلفو رامنځ ته کړی و، ترڅو د اسلامي خلافت د پرمختګ مخه ونيسي- هغه خلافت چې د غربي دولتونو تر پلازمينو رسېدلی و. د دغه بې رحمه صليبي نظم له امله د میليونونو اسلامي پوځونو له شتون سره، سره د فلسطين، اشغال شوي کشمير او نورو اسلامي خاورو د ازادۍ مخه د ډېر وخت راهيسې ډب ده. نن ورځ د حق دين په برکت، اسلامي امت ګڼې سرچينې او بشري ځواک لري چې په مټ يې ياد فاسد نظم نسکورلی او بشريت ته ښيرازي ورکولی شي او خالص نظام د الله سبحانه وتعالی د حکمونو سره سم تاسيسولی شي، لکه څرنګه چې د خلافت په دوره کې ياد نظام په پيړيو پيړيو دوام وکړ.

د اوسنيو  حکامو تېرايستنې، درواغ، لومې او خيانتونه بس دي. هغوی د اسلامي امت پر اوږو يو بار دی چې بايد ستاسې په لاسونو لېري شي. همدا اوس حزب التحرير ته په نصرت ورکولو سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر منهج خلافت بيا ځلې تاسيس کړئ، چې په ترڅ کې به يې د امت نظامي ځواک او اقتصادي سرچينې سره يوځای او په مټ به يې استعمارګره امريکا نسکوره او خلافت به د يو سيمه ييز ځواک په توګه راڅرګند شي او په دې ډول به د نړۍ مخکښ دولت شي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

إِن يَنصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ ۖ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُكُم مِّن بَعْدِهِ ۗ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ
[آل عمران: ۱۶۰]

ژباړه: "كه چېرې الله سبحانه وتعالی ستاسو نصرت وكړي، نو بیا پر تاسو باندې هیڅوك غالب کېدونکی نشته او كه چېرې ستاسو نصرت ونکړي، نو څوك دى هغه كس چې له هغه (الله) نه وروسته به ستاسو نصرت وكړي؟ نو لازمه ده چې مومنان خاص په الله سبحانه وتعالی باندې توكل وكړي"

 
د مطلب ادامه...

د حزب التحریر د دعوتګر «حمید الرحمن شریفي» د شهادت تسلیت وایو!

د روان کال د زمري په ۱۷مه نېټه د کندز په جګړه کې د یوه هاوان د لګېدلو له امله د حزب التحریر غړی حمید الرحمن شریفي په شهادت ورسېد.

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ!

شریفي د اقتصاد له پوهنځي فارغ او د حزب التحریر فعال غړی و. نوموړي تل هڅې کولې چې د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره له اخلاصه ډکې قربانۍ ورکړي. الله سبحانه وتعالی یې د شهادت په خپل دربار کې قبول او نوموړي ته د اسلام د لومړنيو شهیدانو مقام ور په برخه کړي.
د افغانستان روانه جګړه د امریکا د شل کلن ښکېلاک پایله ده، چې د «ترورېزم» پر وړاندې د جګړې په نامه یې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې پیل کړه. له همدې امله په افغانستان کې د امریکا نیت او ستراتيژي له پیله د ټیکاو او سولې راوستل نه وو، بلکې د اسلام او مسلمانانو د ځپلو لپاره یې پر دغه خاوره یرغل وکړ.
له شک پرته چې امریکا د میلیاردونو ډالرو د لګولو سربېره هم په افغانستان کې ماتې وخوړه، له همدې امله له بوش نېولې تر اوباما او له ټرامپ نېولې تر جوبایډن پورې سخت ځورېږي. د سوریې، عراق، یمن او لېبیا غوندې د افغانستان په هر سړک او کوڅه کې د جګړې لمبې د بې ثباتۍ لپاره د امریکا نیت څرګندوي. هغه کسان چې تېر شل کلونه یې په امریکا اعتماد وکړ او اوس هم تمه کوي چې امریکا به د مرستې لاس ورکړي، له ښکېلاکګرو سره د ملګرتیا پایله یې باید اوس درک کړې وي، چې د خلکو پر برخلیک څه کوي. ښکېلاک نه یوازې دا چې جګړه او ناامني کمه نه کړه، بلکې فساد، بې وزلي، بې کاري، کډوالي او تر ټولو مهمه دا چې د غربي ارزښتونو ترویج یې ډېر کړ.
اوسمهال د جګړې د زیاتوالي او همدارنګه د امریکا د B-52 الوتکو له بمبار سره هره ورځ لسګونه او حتا سلګونه ملکي خلک مړه او زخمیان کېږي. سربېره پر دې ډلې ډلې خلک له خپلو کورونو بې ځایه کېږي.
پر همدې بنسټ؛ د افغانستان سیاسي مشران، متنفذین او علما‌ء باید د امریکا او غرب شل کلن ښکېلاک، وژنې او جنایتونه په یاد ولري او د دوی او د دوی د لاسپوڅو پر وړاندې باید ودرېږي، څو د غرب دا فاسد نظام له جګړې، ظلم او بدبختیو سره یوځای له موږ څخه کډه شي. د همدې لپاره د حزب التحریر له دعوتګرانو سره د نبوت پر منهج د خلافت د نظام د جوړولو لپاره لاس په کار شئ. هغه نظام چې د الله سبحانه وتعالی د خوشالۍ او د خلکو د ځانونو، مالونو او مقدساتو د ساتنې سبب کيږي. لکه څنګه چې حمید الرحمن شریفي هم له هغو کسانو څخه و، چې همدغې موخې ته یې دعوت کاوه او د همدغو دعوتګرو د سرښندونو پایله ده چې نن د افغانستان په ګوټ ګوټ کې زرګونه کسان د اسلامي ژوند د بیاراتګ لپاره کار کوي. 

مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا [احزاب: 23]
په مومنانو کې داسې سړي دي، چې له الله سبحانه وتعالی سره په خپلو کړیو ژمنو کې ريښتیني دي، ځینو خپلې ژمنې پوره کړلې (د شهادت شربت یې وڅښل) او ځینې نور منتظر دي او دوی په خپلو ژمنو کې هېڅ بدلون نه دی راوستلی.
د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

متنفذین او سياسي مشران باید خلک د ډیموکراتیک نظام او دوه پاسپورته چارواکو لپاره د جګړې د لومړۍ کرښې مدافعین ونه ګرځوي

د افغانستان جمهور رییس اشرف غني د ځینو سیاسي مشرانو او قومي متنفذینو سره د جمهوریت پر پایښت او دوام ټینګار وکړ او د دولت د وسلوالو مخالفینو د بریدونو پر وړاندې د ولسي پاڅونوالو د انسجام، همغږۍ، پیاوړتیا او چټک تجهیز پر سر تفاهم ته رسېدلي دي.

د حزب التحریرـ ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر مخلصو قومي متنفذینو او سیاسي مشرانو ته خبرادری ورکوي، چې په دې ویجاړوونکې جګړه کې خلک ښکېل نه کړي او د اوسني وراسته، فاسد او وینه څښونکي نظام د حاکمیت د پیاوړتیا لپاره د مسلمانو ځوانانو وینې بې ځایه تویې نه کړي. 
حاکم ټيم هغه څو پاسپورته فاسد کسان دي، چې د افغانستان د خلکو د شتمنۍ پر غلا بوخت دي او د وضعیت له ترینګلتیا سره غرب ته تښتي. دغه پوړکی د دې خاورې خلکو ته په هېڅ ارزښت او اهمیت نه دي قایل. مګر اوس چې د مرګ او ژوند له برخلیک سره لاس او ګرېوان دي او د قدرت ستنې یې لړزېدلې دي، نو مشرانو او متنفذینو ته یې رجوع کړې، څو د دوی د نفوذ په کارولو او په جګړه کې د خلکو په ښکېلولو سره یې فاسد حاکمیت څو ورځې نور هم وغځېږي. 
اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې مخلص سیاسي مشران او قومي متنفذین په داسې حال کې چې خلک له هرې خوا کورنیو او بهرنيو فتنو کلابند کړي دي، هوښیاري وکړي، خپل اصلي رسالت ته پام وکړي او خپل شرعي تکلیف ادا کړي، څو هسې نه چې د پردیو د شومو پلانونو په دام کې ولوېږي او د وینې بهېدو د مخنيوي پر ځای، د جګړې د لمبو په زیاتولو کې مرسته وکړي. ځکه د ښکېلاکګرو قدرتونو، د دوی د لاسپوڅو او جاسوسي شبکو اصلي موخه د افغانستان د خلکو وژل او د ګډوډۍ راوستل دي، څو د زیاتو وینو په بهولو سره زیاته ګټه تر لاسه کړي. نو په داسې ګټوره او وینه بهوونکې سوداګرۍ کې باید ولسي پاڅونوال ګډون ونه کړي او خلک د لاسپوڅي او فاسد نظام د لومړۍ کرښې مدافعین ونه ګرځول شي. که نه، په جګړه کې د خلکو د ښکېلولو او هڅولو په اړه دغو مشرانو ته دغه آیت لوی خبرداری دی:

وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا [نساء:93]
که چا یو مومن مسلمان قصداً وواژه، نو جهنم به یې سزا وي او د تل لپاره به هلته وي او د الله سبحانه وتعالی په غضب به اخته وي او له خپل رحمت څخه یې لرې کوي او لوی عذاب یې ورته چمتو کړی دی.

د دې پر ځای حزب التحریر په افغانستان کې د امت مخلصین، ډلې، د ځواک او قدرت څښتنان دې ته رابولي؛ څو د خلافت د برخلیک ټاکونکې قضیې فرضیت او اهمیت درک کړي او پوه شي چې د افغانستان او سیمې د ستونزو حل، د سولې په پروسه او د جګړې په دوام کې نه دی نغښتی، بلکې د خلافت په تاسیس او د اسلام په هر اړخیز تطبیق کې نغښتی دی. نو په دې لاره کې له حزب التحریر سره یو ځای شئ او پوه شئ، چې د الله سبحانه وتعالی د مرستې لاس له هغو لاسونو سره دی چې اسلام اقامه کوي او هغه ته نصرت ورکوي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

افغانستان د خلافت د تاسیس او بشري نظامونو ترمنځ په یوه تاریخي ازموینه کې دی، مه پرېږدئ چې د خلافت جوړلو فرصت له لاسه ووځي

خورا چټک او د وړاندوېینې نه وړ بدلونونو یو ځل بیا افغانستان په یو داسې ځای درولی دی، چې ګڼ سیاسي لوري، قومي مشران او متنفذین د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه پرېکړه کوي.  

د حزب التحریرـ ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر ټولو سیاسي مشرانو، قومي متنفذینو، پخوانیو مجاهدینو، ډلو، د قدرت او ځواک څښتنانو ته وریادوي چې افغانستان د یوه تاریخي فرصت په درشل کې دی، چې دوې ټاکنې يې په مخ کې دي: لومړۍ ټاکنه؛ د الله د دین اقامه کول او د خلافت جوړول او دوهمه ټاکنه؛ بشري نظامونه او د تېرو ترخو تجربو تکرار دی.

اوسمهال امریکا، اورپا، ملګري ملتونه او د سیمې هېوادونه له ګڼو سیاسي لوریو سره د یوه داسې مشارکتي نظام په طرحه باندې کار کوي چې اسلامي مختاړی او وروستاړی به لري، د نړیوالو قوانینو پیروي به کوي، په ملي پولو پورې به محدود وي او د سېکولرېزم او اسلام مشترکه ګډوله به وي. څو د افغانستان راتلونکی نظام د نړیوالې ټولنې د منلو وړ وګرځي. داسې نظام چې په هغو کې څېرې بدلې شوې وي، اما قوانين، د نظام بنسټونه او جوړښت يې پرځای پاتې وي. په تېرو څو لسیزو کې پر دا ډول نسخو باندې منګولې لګولو، افغانستان کورنیو جګړو، ړنګېدو او سیاسي ګډوډیو ته بېولی و، چې ورپسې یې ښکېلاک ته لاره هواره کړه.

له بل اړخه، د زیاترو افغانانو غوښتنه د اسلامي دولت جوړول او د اسلام حاکمیت دی. دا یو داسې فرصت دی، چې د ښکېلاکګرو پر وړاندې له کلونو سیاسي، فکري او پوځي مبارزې وروسته تر لاسه شوی دی او په دومره سادګۍ او معامله باید له لاسه ونه وځي. لکه څنګه چې څو ځلې د سیاسي حزبونو او متنفذینو د تېروتنو له امله له لاسه ووت.

حزب التحریر یو ځل بیا له ټولو سیاسي مشرانو، قومي متنفذینو او ډلو د زړه له تله غواړي، چې د افغانستان د راتلونکي نظام د ډول په اړه د امریکا، ملګرو ملتونو او سیمه ییزو هېوادونو طرحه په غوڅه توګه رد کړي او پرېنږدي،  چې د اسلام د حاکمیت په لاره کې مو ورکړې قربانۍ یو ځل بیا معامله شي او مطلوبې پایلې ته ونه رسېږي.  رښتیا خبره دا ده چې افغانستان او سیمه په خپل زړه کې خورا لوړ فکري، سیاسي، اقتصادي او پوځي ظرفیتونه روزلي دي، چې د الله سبحانه وتعالی د دین د اقامې غوښتنې ته د مثبت ځواب ويلو په صورت کې به ان شاء الله د نړۍ په دغه برخه کې د دغه دردېدلي قوم په مشرۍ لوی بدلونونه راشي. مګر دا هغه مهال شونې ده، چې داسې سړي شته وي، چې په دغه موخه ایمان ولري او د سختیو پر وړاندې استقامت وکړي او د عمل معیار یې شرعي حکم وي. د انصار الله کېدلو فرصت او د دین اقامه د هغو خلکو لپاره یو لوی فرصت دی، چې غواړي د اصحابو کرامو پر لاره قدم کېږدي او د جنت باغونو ته د دنیا په ژر پناه کېدونکو خوندونو باندې ترجېح ورکړي. د هوښيارانو لپاره څومره یو ستر فرصت دی!

َا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ [انفال:24]

اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، د الله متعال او د هغه د رسول «ص» غوښتنه ومنئ، کله چې تاسو داسې یو څه ته رابولي چې په هغه کې مو ژوند دی او پوه شئ چې الله متعال د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حایل کېږي او د قیامت په ورځ به د همده خواته راټولېږئ.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې