یکشنبه, ۲۵ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل او د سولې خیال

  • خپور شوی په سیاسي

په افغانستان کې له دوو لسیزو جګړې وروسته امریکايي سرتېرو په ښکاره هوډ کړی چې دغه وحشت ته د پای ټکی کېږدي او په بې ساري توګه هلې ځلې کوي څو د سولې خبې یوې ځانګړې پایلې ته ورسوي. د سولې خبرې اوسمهال په یوه اساسي ټکي ولاړې دي او تر دې مهاله یې په اړه د طالبانو او د امریکا د ځانګړي استازي تر منځ بېلابېلې غونډې شوې دي.

له طالبانو سره د سولې د تړون لپاره د امریکا هڅو په خلکو کې دا هیلې ټوکولې چې د دغې خاورې له کلونو اشغال او د بې ګناه مسلمانانو له وژلو وروسته ښايي سوله راشي. خو د پام وړ ټکی بیا له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل دي. هغه موضوع چې په بېلابېلو ناستو کې څو څو ځلې پرې خبرې شوې او هم سولې ته د رسېدو لپاره اساسي شرط بلل شوی دی.  

بېلابېلو امریکايي چارواکو هم له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو په اړه خبرې کړې. لکه څنګه چې په قطر کې د طالبانو او د امریکا د استازو په ناسته کې زلمي خلیلزاد په څرګندو ټکو وویل، چې امریکا غواړي له افغانستان څخه ووځي. همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، په خپل ټويټر کې ولیکل: «امریکا د سولې په هڅو کې جدي ده، څو له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي او هم په دغه هېواد کې د تروریستانو د پټنځایونو مخه ونیسي.» بل خوا د وتلو خبرې هغه مهال رامنځته کېږي چې د امریکا مقابل لوری هم له دغه هېواد څخه د امریکايي سرتېرو ایستل غواړي او هغه اتلس میاشتینی وخت یادوي چې د «رند» په طرحه کې یاد شوی و.

خو پوښتنه دا ده چې امریکا به په خپله ژمنه ودریږي او خپل سرتېري به وباسي او که نه؟

په ځواب کې باید وویل شي چې امریکاهېواد د تاریخ په اوږدو کې خپلې ژمنې ته هېڅ وفادار نه دی پاتې شوی او د امریکايي سرتېرو وتل یوازې یوه سیاسي غولونه ده او بس. د هغه امریکا لپاره چې په میلیاردو ډالر یې لګولي او خپل زیات شمېر عسکر یې له لاسه ورکړي، ناشونې ده چې د افغانستان د جګړې کتاب دومره ژر وتړي. که څه هم چې د وتلو خبرې روانې دي، خو تر ډېره نمایشي او تاکتیکي اړخ لري؛ ځکه لا تر اوسه افغانستان د امریکا لپاره یوه ستراتیژیکه سیمه ده، څو په واسطه یې خپلو سیمه ییزو موخو ته ورسېږي او د چین او روسيې په څېر هېوادونه کنټرول کړي.

د دې ترڅنګ که چېرې امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو مسله وړاندې کړي، خو دا وتل به په یو ځل نه وي، بلکې په تدریجي ډول به وي. همدارنګه  د «رند» څېړنیز بنسټ په طرحه کې هم د امریکايي سرتېرو وتل د شرایطو په پام کې نیولو سره په درېیو پړاوونو (۶، ۱۲او ۱۸ میاشتو) کې یاد شوي دي.

له شکه پرته چې امریکا به د خپلو سرتېرو د وتلو لپاره یوازې د «رند» طرحه په پام کې ونه نیسي، بلکې داسې شرطونه به هم وړاندې کړي چې نه منل به یې په افغانستان کې د سرتېرو پاتې کېدو ته پلمه جوړه کړي. همدارنګه له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو لپاره د «رند» څېړنیز بنسټ په طرحه کې ځینې شرطونه لکه د انتقالي حکومت او د اساسي قانون د لویې جرګې جوړېدل یاد شوي دي؛ خو دا احتمال هم شته چې یاد شوي شرایطونه پوره نشي او امریکا په افغانستان کې خپل شتون ته دوام ورکړي. دا احتمال هم شته چې د ژمنو تر پلي کېدلو پورې وضعیت داسې په خپله ګټه وڅرخوي، چې مقابل لوری له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې پاتې راشي او د امریکايي سولې په لړۍ کې ذوب شي.

خو د دې ترڅنګ که چېرې امریکا خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، یوازې نظامي شتون به یې پای ته ورسیږي؛ خو سیاسي، اقتصادي او فکري لاسوهنې به یې په ټول ځواک سره دوام لري. بل خوا، که امریکايي سرتېري له افغانستان څخه ووځي، خو دا تضمین هېڅ نشته چې له افغانستان څخه به د امریکایي استخباراتو لاس لنډ شي. همدارنګه د امریکا ولسمشر ټرمپ د خپلې وینا پرمهال وویل: امریکایي استخبارات به په افغانستان کې پاتې وي. د دې ترڅنګ نورو امریکایي لوړپوړو چارواکو هم څو څو ځله دا خبره کړې ده؛ یعنې دا چې امریکا به په افغانستان کې په دوامداره توګه پاتې وي. 

دا باید له یاده ونه باسو چې د وتلو موضوع یوازې د دغه هېواد د نظامي ځواکونو وتل دي او د ټولو اشغالګرو ځواکونو لکه نظامي، ملکي او ستخباراتي وتل امکان نه لري. موږ په عراق کې د ورته موضوع شاهدان یو، چې له وتلو وروسته امریکا خپل استخبارات په عراق کې څه ډول وساتل، څو دا هېواد په خپل استعمار کې وساتي. د دې ترڅنګ د سولې په اړه د امریکا په هڅو باید ونه غولېږو، ځکه د امریکا د دسیسو جوړوونکو استخباراتي سازمانانو په شتون کې سوله او د هغه هېواد د سرتېرو وتل یو خیال دی. په افغانستان کې رښتینې سوله هغه مهال رامنځته کېدای شي چې د استعمار او اشغال ریښې په بشپړه توګه له دغه هېواد څخه وایستل شي او د افغانستان خلک د اسلامي ارزښتونو پر اساس داسې اسلامي سیاسي نظام جوړ کړي چې د ژوند په ټولو برخو کې اسلام پلی کړي.

سهیل صالحی

د مطلب ادامه...

د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې اترې

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

د افغاني طالبانو سرچینو په دوحه کې د امریکا له استازي زلمي خلیلزاد سره د هغوی په خبرو اترو کې له پرمختګونو خبر ورکړی او وایي چې امریکا به د هوکړې د پایلې له جوتېدو وروسته تر ۱۸ میاشتو خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي. که څه هم د دوحې هوکړې وروستۍ پایلې لا نه دي معلومې او د دواړو لورو لخوا نه دي نهايي شوې او د رویترز د ګزارشونو له مخې د خبرو اترو بل پړاو به د ۲۰۱۹م د فبرورۍ پر ۲۵مه تر سره شي، اوس پوښتنه دا ده چې ایا طالبان له کلونو جهاد وروسته د امریکا په لومه کې ولوېدل؟ که لوېدلي وي دا څنګه وشوه؟ او په کوم لور روان دي؟ جزاک الله خیرا

ځواب:

لمړی به د مخکینۍ پوښتنې ځواب دریاد کړم چې په ۱۶/۰۸/۲۰۱۹م کې(په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ) تر نامه لاندې خپور شوی وو په هغې کې مو ویلي: «امریکا او د هغې ناټو متحدین په دې بریالي نه شول چې نظامي بریا تر لاسه کړي او د افغانستان ډېرې سیمې د طالبانو تر کنترول لاندې دي. موږ دا هم ویلي وو چې د افغانستان مزدور دولت هم نشي کولای دا امریکايي جګړه پر مخ یوسي او دا چې هغوی په ستونزې سره پلازمېنه او ځینې نورې سیمې کنترولوي. موږ هغې پوښتنې ته په ځواب کې دا هم ویلي وو چې امریکا – ټرمپ په افغانستان کې خپلو پالیسيو ته بدلون ورکوي، (دا بدلون افغاني جګړه د سړېدو پر مخ بیایي او په نظامي اډو کې به د امریکایانو شتون محدود کړي چې د ګواښ په وخت کې به ترې کار اخلي او خپل ځان به داسې ښيي چې ګواکې د داعش پر ضد د مبارزې مسولیت لري). همداراز موږ ویلي وو: (د دې لپاره چې طالبانو ته د غوښتنو د منلو زمینه برابره کړي، امریکا به د پاکستان رول بیا پیاوړی کړي او د پاکستان اردو به له طالبانو سره نرم چلند په مخ کې ونیسي ترڅو طالبان اړ کړي چې له افغان حکومت سره په کابل کې خبرې اترې وکړي او په افغانستان کې له شته امریکايي نظام سره یې په سیاسي نظام کې ګډون ته وهڅوي. کله چې په افغانستان کې د امریکا  د هند تګلاره(له هند څخه ګټه اخیستل) او نورې تګلارې ناکامه شوې، هغې له طالبانو سره خبرو اترو ته مخه کړه په دې هیله چې په افغانستان کې له امریکايي حکومت سره یوځای شي او خپل پاکستاني لاسپوڅي یې د دې لپاره کارولي چې طالب مشران خبرو اترو ته اړ کړي. پر دغو ټولو سربېره په ډاګه ده چې د امریکا ټولې هڅې ناکامې شوي، ځکه چې امریکا د افغانستان په قضیه کې نه نظامي او نه سیاسي بریا درلوده.» مخکینۍ پوښتنې ته د ځواب نقل قول مو پای ته ورسېد.

خو امریکا یې موخو ته د رسېدو لپاره د خپلو سیمه‌ییزو مزدورانو له مرستې نه دا ناهیلې شوې، په ځانګړې توګه هغه وخت چې په افغانستان کې له نظامي او مالي پلوه د امریکا لګښتونو د یاد هېواد د چارواکو له سترګو خوب تښتولی دی. په افغانستان کې د امریکا بحران ته په کتو سره لاندې موارد په ډاګه کېږي:

لومړی: امریکا له لویو پورونو چې اقتصاد یې ننګوي رنځ وړي، چې د ۲۰۰۸م اقتصادي بحران دا په ډاګه کوي او پایلې یې تر اوسه دوام لري. امریکا په منځني ختیځ یعنې په اسلامي هېوادونو کې په جګړو کابو  ۷ تریلیون ډالر لګښت کړی چې د امریکا د ولسمشر ټرامپ په وینا په بدل کې یې هېڅ هم نه دي ترلاسه کړي، نوموړي د ۲۰۱۷م د جنوري پر ۲۲مه په خپل ټویټر کې وویل: «په منځني ختیځ کې په احمقانه ډول تر ۷ تریلیون ډالرو لګښت وروسته اوس ددې وخت دی چې خپل هېواد جوړ کړو). بي بي سي هم د ۲۰۱۶م د جنوري پر ۹مه له امریکايي فراب مجلې څخه په نقل سره وویل: «په افغانستان کې جګړې د امریکا لپاره د ۱ تریلیون او ۷۰ بیلیونه ډالرو لګښت درلود، سربېره پر دې ۲۴۰۰ امریکايي سرتېري مړه شول او سلګونه او زرګونه نور له مالي، ځاني او رواني ناروغیو سره مخ شوي، خو امریکا له یادو ټولو انساني او اقتصادي زیانونو سره سره بیا هم ونه شو کولی طالبان مات کړي.»

دویم: له هغې وروسته چې امریکا په نظامي برخه کې طالبانو ته ماته ورنه کړای شوی، دې پایلې ته ورسېده چې خبرو اترو ته د طالبانو له اړ کولو پرته بله لار نه لري او امریکا یاده لار یوازینۍ لار بلله چې کولای شي د افغانستان له جګړې داسې ووځي چې د شکست نښانې یې څرګندې نه شي. دا انتخاب د مجبوریت له مخې په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ په توګه وټاکل شو، د یادې تګلارې یوه حیاتي نښه دا وه چې د ۲۰۱۸م د سپتمبر پر ۵مه زلمی خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په افغانستان کې د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو  او ځانګړی مسولیت یې ور وسپاره: «په یوه پخوانۍ نشر شوې بیانیه کې د امریکا دولت ویلي، چې په افغانستان کې د خلیلزاد مسولیت دا دی چې خبرو اترو ته د طالبانو د راوستلو لپاره د امریکا هڅې تنظیم او توجیه کړي.» (اناضول ترکي اژانس ۱۲/۰۱/۲۰۱۹).له همدې امله دا د امریکا یوازینۍ تګلاره ده چې د فشار په راوستلو سره طالبان خبرو اترو ته کښېنوي. د امریکا دا لیدلوری چې د افغانستان له جګړې څخه بهر شي نوی نه دی، امریکا لا پخوا هڅه وکړه چې د طالبانو او دولت تر منځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي، خو ناکامه شوه. نو ورو ورو له امریکا سره خبرو اترو ته لار اواره شوه ځکه چې طالبانو افغان حکومت د امریکا په لاس جوړ شوی حکومت او لاسپوڅی حکومت باله او تیار شول چې له امریکا سره خبرې وکړي، په داسې حال کې چې امریکا پخپله د همغه حکومت جوړونکې ده چې طالبان یې د لاسه آله بولي.

درېیم: دا جوته خبره ده چې امریکا د سولې خبرو اترو ته د طالبانو د قانع کولو لپاره له هر ډول خبیثو لارو کار واخیست او ډول ډول زمینې یې ورته برابرې کړې چې ځېنې یې کور دننه او ځېنې یې بهر د امریکا د مزدورانو او غیر مزدورانو په مرسته پر مخ وړل کېږي:

۱ـ  د امریکا تمرکز د طالبانو په مشرانو دی په ځانګړې توګه په هغو کسانو چې خبرې اترې یې رد کړي: «امریکايي چارواکو ویلي چې امریکا د افغان طالبانو په مشر اختر منصور باندې د شنبې په ورځ د بې پیلوټه الوتکې یو برید تر سره کړ. د امریکا دفاع وزارت «پنتاګون» اختر منصور د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د سولې او مصالحې د بهیر یو خنډ بولي.» ( سرچینه: دنیا الوطن، ۲۲/۰۵/۲۰۱۶م). دا ښکارندويي کوي چې هغه له دې امله د موخې وړ کس وو چې خبرې اترې یې رد کړې وې او دا د اوباما د ادارې پر مهال وو. امریکا د ټرمپ په اداره کې هم له ورته پالیسۍ څخه کار واخیست. (د «غوڅ ملاتړ» په نامه د ناټو شمالي اتلانتیک تړون، په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل: «دوه طالب مشران د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د ملاتړ لپاره د امریکایي ځواکونو په یوه هوایي برید کې د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د ۲۰۱۸م د جولای په ۲۲مه ووژل شول.» ( سرچینه: د روسیې سپوتنیک خبري اژانس، ۲۵/۰۷/۲۰۱۸). په ورته پېښه کې یو بل طالب مشر هم ووژل شو: «په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند کول ډېف بټلر وویل: موږ دا تایید کولای شو چې یوه امریکايي هوايي برید کې چې پرون تر سره شو، د طالبانو یو مشر ملا عبدالمنان ووژل شو) او ویې ویل: موږ غواړو حالت ورو ورو د سیاسي حل لارې په لور یوسو.» (سرچینه: CNN عربی 2018م د دسمبر ۲مه)

۲ـ  ایران خپل لاس طالبانو ته اوږد کړ، ځینې طالب مشران په دې باور وو چې ایران د امریکا دښمن دی، نو اعتماد یې پرې وکړ او پناه یې ور وړه، هغوی د خپل رهبر ملا اختر منصور له پېښې عبرت وانخیست، چې نوموړی له ایران څخه د راتګ پر مهال د یاد هېواد په پوله کې ووژل شو او په اغلب ګمان چې د امریکا او ایران په همغږۍ سره وژل شوی، خو طالبانو په ایران باور کولو ته دوام ورکړ په داسې حال کې چې ایران هغوی له امریکا سره د سیاسي حل لارې په لور بېول: «ایران وویل چې د افغان طالبانو استازو په یکشنبې ورځ په تهران کې له ایراني چارواکو سره خبرې اترې درلودې ځکه چې اسلامي جمهوريت د دې په لټه کې دی چې د سولې خبرې اترې ګاونډي هېواد سره د مرستې او د نورو اسلامي ډلو د اغېز د کنترول لپاره کوي.» د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي د دوشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې وویل: «افغان ولسمشر اشرف غني  له دغې لړۍ خبر و چې موخه یې یوازې د طالبانو او حکومت تر منځ د سولې خبرو اترو ته لار اوارول و.» (سرچینه: یورو نیوز، ۳۱/۱۲/۲۰۱۸)

۳- قطر د طالبانو لپاره په دوحه کې یو دفتر پرانیست، طالبانو فکر کاوه چې د قطر لخوا د دوی په رسمیت پېژندل به دوی پیاوړي کړي ، خو قطر په ډاګه وویل چې دا دفتر له امریکا سره په همغږۍ پرانیستل شوی چې له طالبانو سره خبرې اترې وشي. د محاصره کوونکو لخوا قطر د خپلې «اقتصادي محاصرې» پر مهال وویل: « د سي ای اې د پخواني مشر ډېوېډ پټریوس ویناوې، چې ویې ویل د امریکا په غوښتنه په دوحه کې د طالبانو او حماس ناستې ته زمینه برابرول، بسنه کوي او د دې ښکارندويي کوي چې قطر هېڅ هم ندي کړي چې پټ یې کړي او په دې ټول پوهېدل او هېڅ هم نه وو پټ. همداراز په دوحه کې د حماس او طالبانو شتون د امریکا دولت غوښتنه وه چې د فلسطین قضیې او طالبانو لپاره د حل لار وموندل شي.» (سرچینه: قطري الشرق ورځپاڼه ۰۴/۰۷/۲۰۱۷) قطر طالبانو ته داسې وښوده چې ګواکې ترڅنګ یې ولاړ دی او ترې ملاتړ کوي او په رسمیت یې پېژني، له همدې امله طالبان په لومه کې ولوېدل. کله چې د شاوخوا (محاصره کوونکو) هېوادونو لخوا پر قطر فشار شدید شو، نو د ځان د ساتنې او هغه تاوان ورکولو لپاره یې د ټرمپ ادارې ته د مرستې لاس اوږد کړ، چې د یادو هېوادونو لخوا ورته متوجه وه، په همدې توګه قطر چې یو انګلیسی مزدور و د سولې خبرو اترو ته د طالبانو په راوستلو سره ډېری د امریکا مزدور شو، ځکه چې قطر غوښتل د ټرمپ اداره به هغه ګواښونه ترې لرې کړي چې د سعودي لخوا ورته متوجه دي. امریکا د سولې خبرو اترو ته د طالبانو راوستل د خلیج هغو وړو هېوادونو تر منځ د سیالۍ په توګه مطرح کړل، چې دولتونه یې له یو بل سخته کرکه لري. نو ځکه متحده امارات له قطر سره سیالي کوي چې خبرې اترې ابوظبي او سعودي عربستان هڅه کوي چې جدې ته انتقال شي. د طالبانو یو نظامي رهبر چې په خبرو اترو کې یې ګډون درلود او نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د رویترز له لارې داسې وینا درلوده: «په حقیقت کې د سعودي عربستان او قطر تر منځ اختلافونو په بشپړه توګه د سولې لړۍ وځنډوله.» هغه وویل: «سعودي پر موږ بې ځایه فشار راوړي چې اوربند اعلان کړو.» (سرچینه:روسي سپوتنیک ورځپاڼه، ۱۴/۰۱/۲۰۱۹). طالبان د یادو شته اختلافونو له امله د خلیج درېیو رسیو تر منځ بند دي، که څه هم په ظاهر کې دغه اختلاف ښکاري، خو اصلي موخه یې له امریکا سره خبرو اترو ته د طالبانو راوستل دي، داسې چې په سعودي کې د امریکا مزدور او په قطر او اماراتو کې د انګلیس مزدوران هر یو د امریکا د رضایت لپاره له یو بل سره سیالي کوي، خو په دغې باطله سیالۍ کې چې کوم کار کېږي، دادی چې طالبان له امریکا سره سیاسي حللارې ته هڅوي. انګلیس د قطر له دغې کړنلارې سره ځکه مخالفت نه ښیي، چې هغه له قطر څخه یو ډول دفاع بولي او د امارات په اړه باید ووایو چې انګلیس هغه د امریکا د مزدورانو پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې د نورو موخو لپاره ګمارلی دی.

۴- د پاکستان په هکله باید وویل شي چې د طالبانو لپاره یو محور دی او تر هغې وروسته چې له یادې ډلې یې لاس واخیست او خونړۍ جګړې یې ورسره وکړې، دا دی اوس یې ورسره نرمي غوره کړې او غواړي اړیکې ورسره زیاتې کړي. کله چې د ۲۰۱۸م د جولای په ۲۵مه عمران خان د پاکستان لمړي وزیر وټاکل شو داسې ویناوې یې وکړې چې له طالبانو سره نږدېوالی پکې لېدل کېده او یادو ویناوو داسې زمینه برابره کړه چې طالبان په هغه باور وکړي پرته له دې چې فکر وکړي، دا هغه دام دی چې له امریکا سره یې ناستې ته کېنوي ، له همدې امله طالبانو داسې څه وکړل او یا پرې وشول چې له یوه غاره دوه ځلې وچیچل شي او دا غار په حقیقت کې پاکستان دی چې د امریکا له سیاست پرته بل څه نه تطبیقوي. پاکستان په ۱۹۹۶ کې له طالبانو ملاتړ وکړ چې دولت ونیسي او په ۲۰۰۱م کې یې د زوی بوش د رژیم پر مهال بېرته لاس ترې واخیست او حتی په پاکستان کې یې د طالبانو د څار لپاره د امریکا له عملیاتو سره خورا مرسته وکړه او دا دی اوس چې امریکا پاتې راغله چې طالبان له صحنې وباسي، غواړي چې خبرې اترې د یوازینۍ ټاکنې په توګه وکاروي او د پاکستان اغېز ته مخه کړي. اسلام اباد بیاځل دا هڅې پیل کړې چې خپلې اړیکې له طالبانو سره ښې کړي خو په دې موخه چې په افغانستان کې د امریکا نفوذ ټینګ او نوې امریکايۍ ستراتیژۍ یې پلې کړي. نو ښکاره ده چې طالبان بیاځلې وچیچل شول! په داسې حال کې چې ټولې چارې روښانه دي او پکې څه پټ نه دي. د پاکستان لمړي وزیر، عمران خان دوشنبې وویل: «د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ را نه غوښتي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ورسره مرسته وکړم.» د پاکستان جیو ټي وي شبکې هم له عمران خان څخه په نقل وویل: «نن د امریکا ولسمشر په خپلو څرګندونو کې له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې برخه واخلي او طالبان د خبرو اترو میز ته کښېنوي.» (د روسیې سپوتنیک، ۰۳/۱۲/۲۰۱۸)

 له یادو څرګندونو دوه ورځې وروسته سم لاسي د پاکستان لومړي وزیر د امریکا له ځانګړي استازي خلیزاد سره په اسلام آباد کې وکتل او ټینګار یې وکړ چې پاکستان به په افغانستان کې د امریکا د تګلارې همغږی وي، عمران خان هم په خپل وار سره وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د سیاسي حللارې غوښتونکی دی. (مصراوي ۰۵/۱۲/۲۰۱۸). لومړي وزیر عمران خان سه شنبې وویل چې د هغه هېواد به، تر خپل توانه هڅه وکړي چې د افغانستان د سولې خبرو اترو کې پرمختګ راشي او دا یې اضافه کړه چې د هغه هېواد په دې نیږدو کې په ابوظبي کې د طالبانو او امریکا تر منځ په خبرو اترو کې خپل رول لوبولی دی. (سرچینه: اوومه ورځ ۱۸/۱۲/۲۰۱۸). عمران خان په ۱۹/۱۱/۲۰۱۸ په خپل ټویټر کې امریکا ته د خپلو خدمتونو په دفاع کې وویل: «پاکستان پخپله د تروریزم پر وړاندې د امریکا په جګړه کې ګډون وکړ او تر اوسه یې ۷۵ زره تنه له لاسه ورکړي او ۱۲۳ ملیارد ډالر تاوان یې کړی، په داسې حال کې چې له امریکا یې یوازې ۲۰ ملیارد ډالر مرسته ترلاسه کړې.»  د پاکستان پخواني دفاع وزیر، خواجه آصف د پاکستان د حاکمانو خیانت هم تایید کړ، چې دی یې هم یو دی، هغه په ۱۹/۱۱/۲۰۱۸ په خپل ټویټر کې ولیکل: «پاکستان لا تر اوسه د امریکا لپاره قرباني ورکوي، ځکه چې موږ په هغې جګړه کې ښکېل یو چې زموږ نه ده، موږ خپل دیني ارزښتونه د امریکا د ګټو د همغږۍ لپاره تر پښو لاندې کړي او خپله مهربانه او باشفقته روحیه مو په تعصب او غچ اخیستنې روحیه بدله کړې.».

 له دې زیات وضاحت نشي کېدلای، پاکستان په هغې جګړه کې ښکېل شوی چې خپله یې نه ده او د مسلمانانو د اولادونو وینه یې د امریکا لپاره بهولې او د امریکا د ګټو د خوندي ساتلو لپاره یې اسلامي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي.په افغانستان کې د پاکستان رول په سوریه کې د ترکیې او د هغې د ولسمشر اردوغان له رول سره ورته دی. په داسې حال کې چې امریکا په کراتو د اردوغان سپکاوی کړی، خو ده بیا هم وسلوالو ډلو ته فریب ورکړ او امریکا ته د خدمت په پار یې هغوی امریکایي حللارو ته تسلیم کړل.

۵- دا په افغانستان او سیمه کې د امریکا د مزدورانو او ګوډاګیانو حالت دی چې امریکا سیاسي حللارو ته د طالبانو په راوستلو کې ترې په جدي توګه کار اخلي. د پاکستان، ایران، سعودي، قطر او اماراتو په ګډون هر لوری په افغانستان کې د امریکا د نفوذ ساتلو لپاره طالبان امریکایي حللارو ته هڅوي پر دغو ټولو سربېره، که طالبان د خبرو اترو تر کچې د امریکا تنازل درک کړې وای او که د مذاکرو لپاره یې پر سیمه ییزو مزدورانو د امریکا د فشار کچه درک کړې وای، که یاده ډله په خپل تېر ۱۷ کلن قهرمانانه جهاد کې د امریکا د نظامي او مالي ماتې کچه درک کړې وای، که له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د امریکا ټینګار ته ځېر شوي وای او دغه ټینګار یې د خپل ځان پر وړاندې د امریکا له پخواني دریځ سره پرتله کړی وای چې د خپل همیشني عادت پر اساس یې ورته ترهګره ډله ویلې او هر خوځښت یې ترهګري او هر خوځښتګر یې ترهګر بللی او که طالبانو یادو ټولو مواردو ته پام او دقت کړی وای نو هرو مرو به یې درک کړې وای چې د امریکا دغه دریځ په حقیقت کې په افغانستان کې د امریکا د ماتې غیر رسمي اعلان دی.

امریکا مخکې تر دې چې یادې ماتې یې ګیلم ټول او د نړیوال زبرځواک په توګه رسوا شي، غواړي پخپله له دغه ګړنګ څخه ووځي. د طالبانو مسولیت او دنده دا وه چې له یاد فرصت څخه یې کار اخیستی وای او په امریکا یې ډېر فشار راوړی وای، ترڅو له افغانستانه سرټېټې او ذلیله وتلې وی، نه دا چې وخت ورکړي ترڅو د جګړې ستړیا وباسي او نوی نفس واخلي.  باید ووایو چې هېڅکله باید په امریکا باور ونه کړو. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 ﴿لَا يَرْقُبُونَ فِي مُؤْمِنٍ إِلّاً وَلَا ذِمَّةً وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُعْتَدُونَ

[التوبه: ۱۰]

ژباړه: دوی د مومن پر وړاندې نه د خپلولۍ او نه هم د خپلې ژمنې لحاظ ساتي او هغوی هماغه تېري کوونکي دي.

امریکا به د طالبانو تنازل ته راضي نه شي، که دغه تنازل د خبرو اترو له لارې هم وي، خو تر هغه به راضي نشي چې نفوذ یې په افغانستان کې نه وي ساتل شوی، ان که د امریکا استازي طالبانو ته مسکا هم وکړي، ځکه دوی چې څه په زړه کې لري، تر هغې ډېر ستر او خطرناک دي.

۶- پورتنیو مسایلو ته په کتو سره،کوم څه چې ځوروونکي او دردوونکي و، دا و چې د طالبانو د ډلې په شهادت سره د دوحې شپږ ورځنیو مذاکراتو، نورو مذاکراتو ته لار اواره کړه:

الف- له اناضول سره په یوه مرکه کې د طالبانو په اړه پوه سیاسي شنونکي وحید مژده وویل: «دواړو لورو په دې هوکړه کړې چې بهرني ځواکونه به وځي او افغانستان به د نړۍ د کومې برخې لپاره ګواښ نه وي. هغه وویل چې طالبان هڅه کوي د سولې وړاندیز شوې لړۍ چې له نړیوال ملاتړ څخه برخمنه ده په بریالۍ توکه مخته لاړه شي. هغه اضافه کړه: «د ځینو تخنیکي قضیو او د هوکړه لیک د جوړولو له امله، د دوحې ناستې نهایي پایلې ترلاسه نه شوې.» (اناضول اژانس ۲۶/۰۱/۲۰۱۹)

ب- د ۲۰۱۹م د جنوري پر ۲۶مه رویترز خبري آژانس د طالبانو له ځينو مسولینو څخه نقلوي: «هغوی له واشنګټن سره په ځینو مسایلو هوکړه کړې چې وروستۍ هوکړې سره به یې یوځای کوي، چې په یوه ماده کې یې راغلي، د هوکړې تر لاسلیک وروسته په ۱۸میاشتو کې باید بهرني ځواکونه ووځي او په مقابل کې یې له طالبانو څخه ضمانت واخیستل شو چې باید داعش یا القاعدې ته د افغانستان له خاورې پر امریکا د ګواښ اجازه ورنه کړي. دا چې طالبان باید داعش او القاعدې ته د فعالیت اجازه ورنه کړي، دا په ډاکه کوي چې په راتلونکې کې طالبانو ته په حکومت کې ځای ورکوي. ځکه چې له دغې ډلې یې د نورو ډلو پر وړاندې د فعالیت ضمانت اخیستی، نو قصد لري څو له طالبانو څخه هم په یاده موخه کې کار واخلي.

۷- همدا راز د امریکا متحده ایالاتو چارواکي د طالب چارواکو څرګندونې تاییدوي:

الف: د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په قطر کې له طالبانو سره تر شپږ ورځو خبرو اترو وروسته په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: "په قطر کې له هغوی سره لېدنې تر تېر ډېرې ګټورې وې، موږ په مهمو مسلو باندې د پام وړ پرمختګ کړی. " (سرچینه: دویچه ویله، عربي، ۲۰۱۹/۱/۲۶)

ب: د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر پلاوي، پیټریک شاناهان د ۲۰۱۹ د جنوري په ۲۸ مه له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په تړاو وویل "زه غواړم ووایم چې تر لاسه شوې پایلې، هڅوونکې دي." (د متحده ایاالت-الحرا ۲۰۱۹/۱/۲۸).

۸- د دوحې د پرېکړې مسوده، د طالبانو په دیوال کې یو پیاوړی درځ دی. هغه دیوال کې چې پخوا کلک او اوس مزدورو دولتونو سست کړ.  سره له دې چې د طالبانو ګڼ شمېر بیانیو کې وویل شوی وو، چې دوی به د کابل له حکومت سره خبرې اترې ونه کړي، دې ته ورته د امریکا متحده ایالتو بیانویو کې ویل شوي، چې تړون باید یا هر اړخیزه وي، یا هم بیخي نه وي. په هر صورت، لېدل کېږي چې دواړو لورو راتلونکو پړاوونو ته لېوالتیا ښوولې. او دغه لېوالتیا د دوحې د مذاکراتو د پراخې فضا او د مزدورانو له لوري د زیاتې هڅونې له امله وه. نو ویلی شو، چې بلاخره، امریکا تر ۱۷ کلنې جګړې وروسته د افغانستان په تور ګړنګ کې ځانته څراغ پیدا کړ، خو د طالبانو له ډلې څخه مخلصو او ایماندارو کسانو ته په کار ده، چې را پاڅي دا تړون له منځه یوسي او هغه څراغ مړ کړي، چې امریکا پرې د افغانستان له جګړې څخه سلامته وځي.

۹- له همدې امله، طالبان او نور مجاهدین باید د امریکایي صلیبي او ناټو اشغال پر وړاندې مقامت وکړي او امریکا او د هغې لاسپوڅي رژیم ته باید غاړه کېنږدي او ځان په لومه کې راګیر نه کړي. په دغه تړون کې باید له برخې اخیستلو څخه ډه ډه وکړي، باید ثابت قدمه وه اوسي، تر هغه چې امریکا اړشي په شرمېدلي او ټیټ سر له دغې جګړې څخه ووځي، جګړه ګټل یوازې لږ صبر او مقاومت غواړي. امریکا وروسته له هغې مذاکراتو ته مخه کړه چې د مجاهدینو د ارادو په ماتولو کې پاتې راغله. مجاهدین باید د مذاکراتو له ګړنګ څخه ډه ډه وکړي، له هغو مذاکراتو چې د امریکا او غربیانو په اند د مقابل لوري سرټيټوالی دی او غواړي هغه څه د خبرو اترو له لارې تر لاسه کړي، چې په جګړه کې یې تر لاسه نه شوی کړای. یعنی، دوښمن ته د میز پر سر ماته ورکړي، پرته له دې چې یو څاڅکی وینه یې توی شي، یا هم کوم سینټ یې پکې مصرف شي. دا د دوی د پرګماتیزم(عمل ګرایي) سیاسي مفکورې مطابق کړنلاره ده.

باید هېر نه کړو چې امریکا یو جنایتکاره یرغلګر هېواد دی او باید د خپل یرغل او جنایتونو ځواب ورکړي.ځکه امریکا په میلینونو افغانان ټپیان، معیوب، بې ځایه او وژلي او افغانستان یې وران کړی دی. د دوی جنایتونه له شمېر څخه وتلي، په افغانستان کې د دوی د جناینونو کچه د پخواني شوروي اتحاد تر جنایتونو رسېدلي او په ځينو برخو کې لا ترې لوړ هم دي.

 لکه څرنګه چې پخوانی شوروي اتحاد په شرمېدلي او ټیټ سر ووت، ددې شونتیا شته چې امریکا به هم په ورته برخلیک اخته شي، که طالبان په هغه څه ثابت قدمه پاتې شي، چې پسې راوتلي، له امریکا سره وجنګیږي او صبر ولري، الله سبحانه وتعالی له هغه چا سره د بریا وعده کړې چې صبرکوونکي او ثابت قدمه دي، حتی که له دښمن څخه یې شمېر کم هم وي.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 ﴿الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُمْ مُلَاقُو اللَّهِ كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ

[بقره:۲۴۹]

ژباړه: خو چا چې په دې باور درلود چې یوه ورځ به له الله سبحانه وتعالی سره لیدونکي وي، وایي: ډېرځله داسې شوي دي چې یو وړوکی ټولګی د الله سبحانه وتعالی په امر پر یوې لویې ډلې برلاسه شوی دی. الله سبحانه وتعالی د صبر کوونکو ملګری دی.

او هغوی باید د افغانستان له اجیر رژیم سره ګډون ته غاړه کېنږدي، باید ددغه لاسپوڅي نظام له منځه وړلو ته ملا وتړي او پر ځای یې اسلامي دولت تاسیس کړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره هغه راشده خلافت تاسیس کړي چې رسول الله صل الله علیه وسلم یې زیری کړی:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ...»

ژباړه: بیا به د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره خلافت قایم شي...

﴿ لِمِثْلِ هَذَا فَلْيَعْمَلِ الْعَامِلُونَ

[صافات:۶۱]

ژباړه: د همدغسې بریالیتوب لپاره باید عمل کوونکي، عمل وکړي.

۱۴۴۰هه، جمادی الثانی ۱

۲۰۱۹، فیبروي ۶ مه

د مطلب ادامه...

قوي مومن تر کمزوري مومن غوره دی

(ژباړه)

له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«الْمُؤْمِنُ الْقَوِيُّ، خَيْرٌ وَأَحَبُّ إِلَى اللهِ مِنَ الْمُؤْمِنِ الضَّعِيفِ، وَفِي كُلٍّ خَيْرٌ احْرِصْ عَلَى مَا يَنْفَعُكَ، وَاسْتَعِنْ بِاللهِ وَلَا تَعْجَزْ، وَإِنْ أَصَابَكَ شَيْءٌ، فَلَا تَقُلْ لَوْ أَنِّي فَعَلْتُ كَانَ كَذَا وَكَذَا، وَلَكِنْ قُلْ قَدَرُ اللهِ وَمَا شَاءَ فَعَلَ، فَإِنَّ لَوْ تَفْتَحُ عَمَلَ الشَّيْطَانِ».

(رواه مسلم، باب فی الامر بالقوه و ترک العجز)

ژباړه: الله سبحانه وتعالی ته له کمزوري مومن څخه غښتلی او ځواکمن مومن غوره دی او په هر یوه کې بیا خیر نغښتی دی. د هر هغه څه لپاره هڅه کوه او حریص اوسه چې خیر درته رسوي، له الله سبحانه وتعالی څخه مرسته غواړه او ناتوانه کېږه مه. هر وخت چې څه درته رسېږي، داسې مه وایه چې که مې داسې کړي وی، دغسې او هغسې به شوي وای؛ بلکې ووایه چې الله سبحانه وتعالی مقدر کړي  او څه چې وغواړي سرته یې رسوي؛ ځکه د «که چېرې» کلمه د شیطان د وسوسو دروازه پرانیزي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم دلته هغه حالت بیانوي چې د یوه مومن لپاره اړین دی؛ نو مومن باید په خپل ایمان کې غښتلی وي، په دې اساس چې خالق یې الله سبحانه وتعالی دی او کمزوری کوي یې نه. په پوره ځواک او ثابت ایمان سره د باطل پر وړاندې درېږي او د الله سبحانه وتعالی په لار کې د ملامتوونکو له ملامتیا څخه نه وېرېږي. خپل عملونه په همدغه ثابت ایمان سره ترسره کوي؛ په تېرو پسې نه ګرځي، بلکې د راتلونکې په اړه فکر کوي.

اې مسلمانانو! ایمان د مسلمان ځواک دی چې په هر حالت کې یې د الله سبحانه وتعالی اوامرو او حدودو پیروۍ ته اړ کوي. د ژوند ستونزې او اسانتیاوې مسلمان نه کمزوری کوي؛ د باطل پر وړاندې غلی نه کېني، هر ناوړه عمل ته نه ځواب وایي او هر وخت هغه څه ته غاړه اېږدي چې الله سبحانه وتعالی یې امر کړی. خو نن چې اسلامي امت د حکامو تر ظلم لاندې ژوند کوي، خپل ځواک او نهضت ته نشي رسېدلی؛ ځکه ظالم چارواکي داسې دروغجن خبرونه خپروي، څو امت د دوی پر وړاندې د سیاسي مبارزې او د خیانتونو د بربنډولو تر څنګ؛ له جدیت، اساسي بدلون او هغو کسانو څخه لېرې وساتي چې د بماانزل الله حکم د بیا راتلو لپاره کار کوي؛ په داسې حال کې چې د اسلامي خلافت د بیا راتلو لپاره الله سبحانه وتعالی ژمنه او رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری ورکړی.

ژباړن: منصور دریځ

د مطلب ادامه...

له افغانستان نه د امریکایي ځواکونه له وتلو سره د امریکا د مزدورانو مخالفت

د اناضول خبري اژانس د راپور پر بنسټ د افغانستان د سولې د عالي شورا رئيس محمد عمر داودزي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره مخالفت کړی او غواړي نور هم هېواد په هغه اشغال کې پاتې شي چې نسلونه او فصلونه یې له هلاکت سره مخ کړي دي. هغه د امریکا له CNN شبکې سره په خبرو کې ویلي دي: «که دا وتل په  نامنظم ډول ترسره شي او یوه امنیتي تشه را منځته کړي، د زیاتې وینې تویېدنې لامل به شي.»

دا دی د امریکا او غرب د غلامانو واقعیت، چې یوځای یې په ټانګونو کې راوړل او ددغه اشغال شوي هېواد حکام یې کړل. طبیعي ده چې دغه رزیلان په سستو او ناسمو بهانو سره له هېواده د امریکایي ځواکونو د وتلو مخالفت کوي. د مزدورو حکمتونو مسئولین پوهېږي که امریکا یې یوه اونۍ له ملاتړه لاس واخلي، امت به د لاسپوڅو ډلې په توګه ورسره خبرې وکړي. لکه څنګه چې ټرامپ په خپلو خبرو کې دې مسئلې ته اشاره کړې او سعودي یې مشخص کړ. نو د اشغال له وخته د افغانستان او سعودي تر منځ چې د بلک واټر کمپنۍ د اخبار د نه افشاء کولو له امله چې د مسلمانانو د وینې تویونې بوی ترې ځي، د امریکایي ځواکونو له شتونه انکار کوي، هېڅ توپیر نه شته. همدارنګه له مصر سره هېڅ توپیر نه لري، چې امریکا هر کال نږدې ۱.۵ مېلیارده ډالر د لویو نظامي رهبرانو د ژمنو جلبولو لپاره لګوي، ترڅو په مصر کې امریکایي نظام رامنځته کړي او دغو ته ورته نور هېوادونه.

نو ددغو مزدورانو ژوند د کفارو په ملاتړ کې دي، دوی پوهېږي چې امت ور څخه بېزاره دی او دوی له یوې جبرې اړیکې او حکومت پرته، چې امت یې په بې صبرۍ سره پای ته د رسېدو په تمه دی، بل څه نه دي یو ځای کړي. هغه انتظار چې په ډېرو هېوادونو لکه نني سوډان کې له دغو مزدورو حکامو څخه د خلاصون لپاره هر شېبه د خلکو احساسات را پاروي.

رضوان ملک

ژباړن: زمری دوست

د مطلب ادامه...

تر ویده کېدو مخکې اودس وکړه

له براء ابن عازب رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل:

«إِذَا أَتَيتَ مَضْجَعَكَ فَتَوضَّأْ وضُوءَكَ لِلصَّلاة، ثُمَّ اضْطَجِعْ عَلى شِقِّكَ الأَيمَن، وقل: اللَّهُمَّ أَسْلَمْتُ نفِسي إِلَيك، وَفَوَّضتُ أَمري إِلَيْك، وَأَلَجَأْتُ ظَهرِي إِلَيْك، رغبةً ورهْبَةً إِلَيْك، لامَلجأَ ولا مَنجي مِنْكَ إِلاَّ إِليك، آمنتُ بِكِتَابِكَ الذِي أَنزَلْت، وَبِنَبِيِّكَ الذِي أَرسَلت، فإِنْ مُتَّ. مُتَّ عَلى الْفِطْرَةِ، فَاجْعَلهُنَّ آخِرَ ما تَقُولُ، فَقُلْتُ: أَسْتَذْكِرُهُنَّ وَبِرَسُولِكَ الَّذِي أَرْسَلْتَ قَالَ لَا وَبِنَبِيِّكَ الَّذِي أَرْسَلْتَ»

(مُتَّفقٌ عليه)

ژباړه: تر ویده کېدو مخکې د لمانځه د اوداسه په شان اودس وکړه، په ښي اړخ ویده شه او ووایه: اې خدایه! خپل ځان مې تاته تسلیم کړ، کار مې تاته وسپاره او خیر ته د تمایل او ستا له عذابه د وېرې له مخې مې پر تا تکیه کړې. له تا پرته پناځای او ژغورونکی نه لرم. ستا په را لېږل شوي کتاب او مبعوث شوي  پيغمبر مې ایمان راوړی، نو که مړ شوې د مړي په فطرت یې او هغه دې وروستۍ وینا وګرځوه. و مې ویل: ایا په خپلو اذکارو کې ووایم، چې  په رالېږل شوي رسول؟ ویې ویل: نه، پر رالېږل شوي نبي.

د حدیث شرحه:

په فتح الباري کې یې ویلي، چې تر ویده کېدو مخکې پر طهارت امر، مستحبوالی بیانوي او دا حدیت ډېرې ګټې لري:

۱. په طهارت سره استراحت (ویده‌کېدل) مستحب دي، ځکه که په دغه حالت مړه شو، ظاهراً پاک وو لکه څرنګه چې په قلبي طهارت هم ټینګار شوی، چې هغه له ظاهري طهارته ډېر مهم دی.

۲. مستحب ده چې په ښي اړخ ویده شو، ځکه دغه حالت بیدارۍ ته نږدې دی. ابن جوزي د اطباء له قوله نقل کړي، چې په ښي اړخ خوب د انسان  بدن ته ګټور دی...

۳. د خوب په وخت کې دا دعا مستحب ده:

«اَللَّهُمَّ أَسْلَمْتُ نَفْسِيْ إِلَيْكَ، وَفَوَّضْتُ أَمْرِيْ إِلَيْكَ، وَأَلَجَأْتُ ظَهْرِيْ إِلَيْكَ، رَغْبَةً وَرَهْبَةً إِلَيْكَ، لَامَلْجَأَ وَلَا مَنْجِيْ مِنْكَ إِلاَّ إِلَيْكَ، آمَنْتُ بِكِتَابِكَ الَّذِيْ أَنْزَلْتَ، وَبِنَبِيِّكَ الَّذِيْ أَرْسَلْتَ»

ژباړه: اې خدایه! ځان مې ستا د فرمان تابع کړی دی (په داسې حال کې چې د ګټې د ترلاسه کولو او د فساد د مخنیوي لپاره تدبیر نه لرم) په ټولو کارونو کې مې پر تا توکل کړی او په کارونو کې مې پر تا اعتماد لرم، چې په هغه څه مې مرسته وکړې چې ګټه را رسوي (د اخرت نېکې بدلې ته امیدوار یم او له غضب او جزا څخه دې وېرېږم) یوازې ته ژغورونکی او هدایت کوونکی یې، په نازل کړي کتاب او رالېږل شوي پیغمبر دې ایمان لرم.

۴. لازمه ده چې د ویده کېدو په وخت کې دا دعا تکرار او له خوبه مخکې او وروسته ځان محسابه کړو، داسې نه شي چې دعا ویل مو یوازې د کلمو تلفظ شي، چې له ستوني مو ښکته نه شي؛ بلکې په هغه څه چې وایو یې، له الله سبحانه وتعالی سره صادق و اوسو.

۵. خپل ځانونه د لاندې آیت شریف مصداق وګرځوو.

﴿قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ﴾

[الأنعام : ۱۶۲]

ژباړه: ووایه لمونځ، قرباني، ژوند او مرګ مې خاص د عالمیانو د پالونکي الله سبحانه وتعالی لپاره دي.

نو د هغو کسانو تر منځ، چې پر اسلام ژوند کوي او هغه کسان چې له اسلام سره ژوند کوي او هغه کسان چې د اسلام لپاره ژوند کوي، توپیر ښکاره دی.

د مطلب ادامه...

په شرکت کې وخت او مزایده بیعه

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

زموږ ښاغلیه او عالمه شیخ صاحب! څنګه یاست؟ له الله سبحانه وتعالی هیله لرم چې حالت به مو ښه وي.

لومړۍ پوښتنه: ایا له شرکت څخه د هغه شریک یا غړی هر وخت وتلی شي؛ په داسې حال کې چې د یوې ثابتې او ټاکلې دورې د تړون په اړه چې یو کال دی، خبر وي؟ د دغې مسلې په اړه ځینې دلایل او مفصل معلومات ورکړئ. الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته برکت درکړي.

دویمه پوښتنه: په لوړ قېمت پلورل، که د جنسونو قېمت له اصلي قېمت څخه په دودیزه توګه څو چنده داسې لوړ کړي، چې سوداګر پکې زیانمن شي. په داسې حال کې یو سوداګر دا اجازه لري چې د جنسونو قېمت تر دې کچې لوړ کړي، چې ځینې وخت خپله او ځینې وخت یې سیال پکې زیانمن شي؟ د دغې مسلې د دلایلو او تفصیلاتو په برخه کې معلومات ورکړئ. الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته خیر درکړي.

درېیمه پوښتنه: د عمومي او ځانګړې قطعي بیعې په معاملو کې سوداګر سره راټولېږي، څو د قېمتونو د لوړوالي د مخنیوي لپاره په خپل منځ کې ځینو ته پیسې ورکړي یا قېمتونه له دې څخه هم لوړ شوي وي او دوی یې مخنیوی وکړي. د هغو جنسونو او مالونو حکم څه دی، چې سوداګر یې یو او بل ته ورکوي؟ او د داسې معاملې حکم څه دی؟ د دغې مسلې په اړه په جزیاتو کې دلایل او تفصیلات وکړئ. الله متعال دې خیر درکړي.

ستاسو درنو مسولیتونو ته په کتو سره د پوښتونو د اوږدوالي او شمېر له امله درڅخه بښنه کوم. الله سبحانه وتعالی دې له تا سره مرسته وکړي چې موږ ته ستا په لاسونو سره فتحه او بریالیتوب را نصیب کړي او د قدرت او نصرت خاوندان ستا لپاره چمتو کړي؛ لکه څنګه یې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چمتو کړل او تاسو د اسلام لپاره تلپاتې ذخیره وګرځوي.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

لومړی) ستاسو د هغې پوښتنې ځواب چې د شرکت د وخت په اړه وه:

۱. شرکت په لغت کې د دوو یا زیاتو برخو یوځای کولو ته وایي؛ پرته له دې چې یوه برخه یې له بلې سره توپیر ولري. شرکت په شرعي اصطلاح کې د دوو یا زیاتو کسانو تر منځ تړون ته وایي، چې دواړه لوري د ګټې په موخه د مالي عمل په سرته رسولو سره همنظره کېږي او د شرکت تړون هم د نورو تړونونو په شان ایجاب او قبول ته اړتیا لري. ایجاب دا دی چې یو کس بل ته ووایي، په هغه کار کې مې شریک کړلې، مقابل لوری یې ومني او دا اړینه ده چې دغه تړون دې پر یوه څیز د مشارکت په معنا وي.

شرکت روا دی؛ ځکه کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په پیغمبرۍ مبعوث کېږي، خلک دا ډول تړون ترسره کوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم پر دغه عمل اقرار کړی او په دغې مسله کې د خلکو د عمل لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم اقرار خپله د شرکت د تړون پر رواوالي دلیل دی. ابو داود له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِنَّ اللَّهَ يَقُولُ: أَنَا ثَالِثُ الشَّرِيكَيْنِ مَا لَمْ يَخُنْ أَحَدُهُمَا صَاحِبَهُ، فَإِذَا خَانَهُ خَرَجْتُ مِنْ بَيْنِهِمَا»

ژباړه: الله سبحانه وتعالی فرمایي: په شرکت کې د دوو کسانو تر منځ تر هغه وخته درېیم شریک زه یم، څو یې چې خیانت نه وی کړی؛ هر وخت یې چې خیانت وکړ، زه ترې ځم.

۲. د شرکت د وخت یادونه اړینه نه ده، ځکه د شرکت انعقاد څرګند دی او د انعقاد لپاره یې د اجارې په څېر ټاکلي وخت ته اړتیا نشته؛ د بېلګې په توګه: که په اجاره کې د وخت یادونه ونه شي، د شرکت تړن نه منعقد کېږي؛ په داسې حال کې چې د تړون وخت باید په ورځنۍ، میاشتنۍ او کلنۍ توګه بېل شوی وي او که په عمل پورې تړلی وي، لکه د دیوال جوړولو یا څاه کیندلو اجاره، چې په دې حالت کې بیا وخت د عمل په پای ته رسېدو پورې تړاو لري.

۳. د شرکت له منځه وړل بیا د شریکانو په لېوالتیا پورې تړاو لري. دواړه شریکان په یوه ټاکلي عمل تړون کوي او همداراز هر وخت چې وغواړي له منځه یې وړي. په اقتصادي نظام کې د شرکت د له منځه وړلو په تړاو دا ډول بیان شوی دی:

«شرکت یو روا او شرعي تړون دی. که یو شرکت له دوو شریکانو څخه جوړ شوی وي، له دوی څخه د یوه لوري په مړینې، لېونتوب، د عقل په نشت او یا هم د تړون په ماتولو سره شرکت له منځه ځي. دا ځکه چې دغه تړون روا و او د وکالت په څېر په یادو شوو چارو باطلېږي: که له دوو شریکانو څخه یو مړ شي او وارث ولري، دا وارث شرکت ته دوام ورکولی شي او شریک ته باید په ګډ مال کې د واک اجازه ورکړي. همدرانګه د شرکت مال ویشلی هم شي او هر کله چې یو له شریکانو څخه د تړون د ماتولو غوښتنه وکړي، د مقابل لوري لپاره یې د غوښتنې منل واجب دي.

که د شریکانو شمېر له دوو کسانو څخه ډېر وي او یو له هغوی څخه یو کس د شرکت د له منځه وړلو غوښتنه وکړي او نور بیا د شرکت د راتلونکي په اړه همنظره وو؛ په داسې حال کې شرکت له منځه ځي او د پاتې کسانو تر منځ بیا نوی تړون رامنځته کېږي. د مضاربت او نورو شرکتونو له منځه وړل توپیر لري. د مضاربت په شرکت کې هغه وخت د بیعې د لامل غوښتنه منل کېږي چې د بیعې لامل او د مال خاوند د وېش غوښتنه وکړي، که یې په ګټه کې حق و، خو ګټه له پېر او پلور پرته نه څرګندېږي. د شرکت په نورو پاتې برخو کې، کله چې یو شریک د یوې برخې او بل بیا د بیعې غوښتنه وکړي، په داسې حال کې برعکس د برخې غوښتنه منل کېږي، نه د بیعې. دا همغه څه دي چې موږ د شرکت د انعقاد پر مهال له وخت پرته تبني کړي، ځکه چې وخت د شرکت د تړون په صحي والي کې اړین نه دی.

۴. کله چې په شرکت کې د وخت یادونه وشي، په دې اړه فقها په خپل منځ کې د نظر اختلاف لري. زه تاسو ته په دې مسله کې د ځینو معتبرو مجتهدینو یادونه کوم. تاسو ته د هغو مجتهدینو د نظر تقلید اړین دی، چې باور پرې کوئ او زړونه مو د هغوی په اجتهاد سره ارامېږي. احنافو او حنابله په مضاربت کې د وخت د ټاکلو پر روا والي نظر ورکړی، د همدغه لیدلوري پر اساس په شرکت کې وخت ټاکي، چې په ختمېدو سره یې شرکت هم پای ته رسېږي. مالکیان او شوافع وایي، په مضاربت کې باید وخت ونه ټاکل شي او حکم یې د مالکیانو په اند دا ډول دی: په شرکت کې وخت نه ټاکل کېږي او هر لوری چې څه وخت وغواړي، شرکت پرېښودلی شي؛ ځکه د شوافع نظر ته په پام سره  د وخت ټاکل د کارکوونکي لپاره په کار کې خستګي رامنځته کوي. همدارنګه امام نووي په «الروضه» کتاب کې ویلي، چې د مضاربت په تړون کې د وخت بیان ښه نه دی.

دویم) ستاسو بله پوښتنه چې د ل مزایده بیعې (له اصلي څخه په زیات قېمت پلورل) په اړه ده:

۱. د بیعې لوړوالی روا دی، یعنې دا چې بایع خپل سوداګریز مال خپلو پېرودونکو ته وړاندې کړي او هر کس یې چې په لوړ قېمت وغواړي، وریې کړي. د بیعې د دغه لوړوالي دلیل هغه حدیث دی چې حضرت انس بن مالک روایت کړی: ابن ماجه له حضرت انس بن مالک څخه روایتوي، چې هغه ویل:

«أَنَّ رَجُلاً مِنْ الأَنْصَارِ جَاءَ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم يَسْأَلُهُ فَقَالَ: لَكَ فِي بَيْتِكَ شَيْءٌ؟ قَالَ: بَلَى، حِلْسٌ نَلْبَسُ بَعْضَهُ وَنَبْسُطُ بَعْضَهُ وَقَدَحٌ نَشْرَبُ فِيهِ الْمَاءَ، قَالَ: ائْتِنِي بِهِمَا، قَالَ: فَأَتَاهُ بِهِمَا، فَأَخَذَهُمَا رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم بِيَدِهِ ثُمَّ قَالَ: مَنْ يَشْتَرِي هَذَيْنِ؟ فَقَالَ رَجُلٌ: أَنَا آخُذُهُمَا بِدِرْهَمٍ، قَالَ: مَنْ يَزِيدُ عَلَى دِرْهَمٍ مَرَّتَيْنِ أَوْ ثَلاثًا، قَالَ رَجُلٌ: أَنَا آخُذُهُمَا بِدِرْهَمَيْنِ، فَأَعْطَاهُمَا إِيَّاهُ وَأَخَذَ الدِّرْهَمَيْنِ فَأَعْطَاهُمَا الأَنْصَارِيَّ»

ژباړه: یو انصاري رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او له هغه څخه یې سوال (ګدایي) کاوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: ایا په کور کې څه لرې؟ انصاري وویل: هو، یو فرش لرم چې یوه برخه پر ځان اچوو او یوه برخه یې تر ځان لاندې کوو، همدارنګه یوه کاسه لرم چې اوبه پکې څښو. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل، چې دواړه راوړه! انصاري فرش او کاسه راوړل او رسول الله صلی الله علیه وسلم دواړه په خپل لاس کې ونیول او ویې ویل: دا دواړه څوک اخلي؟ یوه کس وویل، زه یې په یوه درهم اخلم. رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه یا درې ځله نور هم وویل: څوک یې له یوه درهم څخه په لوړ قېمت اخلي؟ یوه کس وویل، زه یې په دوه درهمه اخلم. نو فرش او کاسه یې ورکړل؛ دوه درهمه یې ترې واخیستل او انصاري ته یې ورکړل.

۲. خو په بیعه کې نجش ښه نه دی. نجش بیعه هغه ده چې پېرودونکی د پېرلو په موخه قېمت نه لوړوي، بلکې موخه یې فرېب او نورو ته د جنس د قېمت لوړول وي.

بخاري له سعید بن مسیب او هغه له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه اورېدلي، چې ویل یې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «...ولا تناجشوا...» ژباړه: ... په پېر او پلور کې نجش مه کوئ ...

همدارنګه ابن عمر روایتوي چې:

«نَهَى النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم عَنِ النَّجْشِ»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم په بیعه کې له نجش څخه منعه کړې ده.

۳. همدارنګه دا سمه نه ده چې پېرودونکي د قېمت د ټیټولو لپاره په خپل منځ همنظره شي یا همغه ټیټ قېمت ومني او لوړ یې نه کړي؛ دا د دې لامل کېږي چې پلورونکی یې په همدغه ټیټ قېمت وپلوري، ځکه بل کس نه شي موندلی چې په لوړ قېمت یې پرې وپلوري. ځینې وخت عادتا یو شمېر سوداګر له یوه بل سوداګر سره جوړجاړی کوي او دا سوداګر د دې لپاره نورو سوداګرو ته پیسې ورکوي چې له ده څخه لوړ قېمت ونه لګوي. دغه سوداګر د جنس د اخیستلو لپاره کمې پیسې وړاندې کوي او نور سوداګر د خپل جوړجاړي پر اساس، له هغه څخه ټیټ قېمت ږدي. په پایله کې د جنس خاوند اړ کېږي چې خپل جنس په ټیټ قېمت وپلوري؛ نو دا خپله یو ډول فرېب دی.

ابن حبان په خپل صحیح کې له زر او هغه یې له عبدالله څخه روایتوي، چې ویل یې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَنْ غَشَّنَا فَلَيْسَ مِنَّا، وَالْمَكْرُ وَالْخِدَاعُ فِي النَّارِ»

ژباړه: هر چا چې موږ ته فرېب راکړ، زموږ له ډلې څخه نه دی؛ مکار او فرېبکار به په اور کې وي.

همدارنګه اسحاق بن راهویه په خپل مسند کې له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایتوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«الْمَكْرُ وَالْخَدِيعَةُ فِي النَّارِ»

ژباړه: مکر او فرېب به د دوزخ په اور کې وي.

دا خبره بزار په خپل مسند کې یاده کړې.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی خلک د شیانو له کمولو څخه منعه کړي دي. پېرودونکي داسې وښيي چې د جنس قېمت ټیټ دی او دا د جنس د خاوند پر وړاندې فرېب دی، چې په ټیټ قېمت سره یې وپلوري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْياءَهُمْ﴾

[شعراء: ۱۸۳]

ژباړه: د خلکو له څېزونو څه مه کموئ.

امام قرطبي د دغه آیت په تفسیر کې فرمایي: بخس یا کمی او زیان، یعنې که په مال او جنس کې نیمګړتیا رامنځته شي او قېمت یې ټیټ شي یا په قېمت کې یې فرېبکاري وشي او په اندازه کې یې زیاتی او کمی وشي (دا ټول حالتونه په باطله توګه د مال خوړلو ښکارندویي کوي).

په دې توګه کله چې سوداګر په خپل منځ کې داسې جوړجاړی وکړي، چې مال او جنسونه به یو سوداګر په ټیټ قېمت واخلي او نورو سوداګرو ته په بدل کې پیسې ورکوي، څو قېمت یې له هغه څخه لوړ نه شي، کوم چې دی یې غواړي. په بل عبارت یو شمېر سوداګر په خپل منځ په دې جوړجاړی کوي چې مال باید له هغه قېمت څخه ټیټ واخلي، کوم چې د مال خاوند یې پلوري؛ نو دا عمل حرام دی، ځکه دا د مال او جنس د خاوند پر وړاندې فرېب دی، څو هغه اړ شي چې جنس په ټیټ قېمت وپلوري او هغه مال چې دغه سوادګر یې له نورو سوداګرو څخه اخلي، حرام دی.

ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابوالرشته

۱۴۳۵هـ.ق، د ربیع الیاني ۱۴مه

۲۰۱۴م، د فبرورۍ ۱۲مه

ژباړن: منصور دریځ

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې