Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     21 صفر 1447

میلادی نېټه :     جمعه, 15 آګست 2025 م

شمیره:      ۱۴۴۷/۲

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
که د جمهوريت سقوط د خلافت د تأسيس لامل نه شو، نو بايد د راشده خلافت د تأسيس لپاره يوه عبوري مرحله وګرځي

په افغانستان کې د جمهوريت سقوط په يوويشتمه پېړې کې د افغانستان د خلکو او اسلامي نړۍ لپاره يو له برخليک ټاکونکو بدلونونو و؛ هغه نظام چې نه يوازې په اسلامي عقيده کې يې ريښه نه لرله، بلکې د استعمار په لاس جوړ شوی او راوړل شوی و او د ډول ډول فسادونو او جنايتونو د بنسټيز کېدو بستر و. دغه سقوط د هغه نظام طبيعي پای وه چې له لومړي سره د مسلمانانو په ټولنه کې پردی او د هغې له ارزښتونو سره په ټکر کې و. جمهوريت يوه تپل شوې، ناکامه او طاغوتي نسخه وه چې مشروعيت يې نه درلود او بالاخره د افغانستان د مسلمان ولس، ريښتينو مجاهدينو او ويښو دعوتګرانو د مقاومت په زور ړنګ شو. موږ د افغانستان مسلمان ولس، د حقې لارې مجاهدينو، دعوتګرانو او اسلامي امت ته د دغه ستر او مبارک بدلون مبارکي وايو او دا بدلون د امت د بيدارۍ او اسلامي حاکميت د بیا راګرځېدو لپاره مهم ټکی ګڼو.

جمهوريت او ډيموکراسي يوازې يو نوم يا څو سمبولونه نه دي چې د یوه حکومت په سقوط سره له منځه لاړ شي، بلکې يو ځانګړی فکري او سياسي چوکاټ دی چې د داخلي چارو او بهرني سياست د ادارې په برخه کې ځان ته ټاکلي اصول او قواعد لري. که څه هم د «جمهوريت د سقوط» خبره کېږي، خو لا يې هم سياسي جوړښت، قوانين، پالېسۍ او فکري بنسټونه پر ځای پاتې دي. له بده مرغه چې اوسني حاکمان د لويو سياسي تصميمونو په نيولو کې نه يوازې د افغاني عرف تر اغېز لاندې دي، بلکې له سياسي واقعيت‌ګرايۍ او ملي‌ګرايۍ، چې د جمهوريت له ځانګړتياوو وې، هم استفاده کوي. څرګنده بېلګه يې پر ملي ګټو او له نړيوال سيکولر نظم سره پر پيوستون ټينګار دی. نو د څېرو په بدلون يا د يوه وراسته حکومتي نظام په ړنګېدو سره د جمهوريت د بېخ ايستلو ادعا نه شو کولی.

د افغانستان له تلپاتې ستونزو يوه يې د حکومتونو بې‌ثباتي ده؛ هغه ستونزه چې پر بهرنيو لاسوهنو سربېره، د حکومت او ولس تر منځ د واقعي اړېکې له نشت څخه راټوکېږي. هغه نظامونه چې د ځان او ولس تر منځ د ګډ هويت پر جوړولو نه دي توانېدلي او د مشروعيت په اړه يې عامه رايه نه ده را منځ ته شوې؛ دغه ډول حکومتونه تل له دننه او يا له بهره پرځېدلي دي. که اوسنی نظام د ثبات او واقعي مشروعيت په لټه کې وي، نو بايد قدرت ترلاسه کول، د مسلمانانو له لوري وګڼي، اسلامي حل‌لارې په ټولنه کې بنسټيزې او عملي کړي او په کورني او بهرني سياست کې يوازې اسلام ته ژمن پاتې شي. په اسلام کې د قدرت سرچينه مسلمانان دي، يعنې دا چې نړيوالې ټولنې او نړيوالو بنسټونو ته د رجوع پر ځای بايد امت ته رجوع، لومړيتوب ولري. په اسلام کې د اسلامي حکومت مشروعيت له رسميت پېژندنې نه، بلکې له شرعي بيعت څخه لاس ته راځي. پر دغه اساس؛ په اسلام کې بايد حکومت د اسلامي عقيدې او اسلامي سياست او رسالت پر بنسټ ولاړ وي؛ هغه رسالت چې امام د ملي‌ګرايۍ او  اقتصادمحورۍ له سياستونو او له بې‌طرفه سياستونو څخه لرې‌ کوي او د دعوت او جهاد له لارې د دين پر اظهارولو او غالبولو يې مکلفوي.

په پای کې د يادونې وړ ده چې د افغانستان اوسني حاکمان د الله سبحانه و تعالی په ستر ازمېښت او ابتلاء کې لوېدلي دي. له سياسي بدلونونو او د قدرت له نيولو وروسته پکار وه چې په بشپړ او هراړخيز ډول د اسلام په تطبيق، د دولت – ملت له پولو بهر د جهاد په غځولو، د کفري ارزښتونو او مفکورو په بشپړ له منځه وړلو او دغه راز د خلافت لپاره د زمينې په هوارولو سره د الله سبحانه و تعالی شکر اداء کړي. که دا کار ونه کړي او پر ځای يې هڅه وکړي چې خپل ځان په نړيوال کفري نظم کې د يوه لوبغاړي په توګه ورګډېدو ته نږدې کړي، د استعمارګرو دولتونو او نړيوالو سازمانونو لخوا په رسميت پېژندنې پسې لاړ شي، جهادي روحيه يې کمزورې شي او اسلام په سليقوي ډول پلی کړي، نو لرې نه ده چې د الله سبحانه و تعالی دغه قول يې په هکله تحقق ومومي:

«وَإِنْ تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ»

ژباړه: «او که تاسو مخ وګرځوئ، نو (الله تعالی) به بل قوم ستاسو ځايناستی کړي، چې هغوی به بيا هېڅکله ستاسو په شان نه وي

د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.